fbpx

چين کې ماشوم ۶۵ ميليونه کلونه پخوانۍ د ډايناسور هګۍ پېدا کړې

خبريال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹: د چين هېواد په ګوانګ ډونګ ایالت کې يو ۱۰ کلن ماشوم د لوبو پر مهال د ډايناسور ۶۵ ميليونه کلونه پخوانۍ ۱۱ دانې هګۍ پېدا کړې، چې اوس د چين په يوه ميوزيم کې د څېړنو لپاره وړل شوي دي.

د ګوانګ ډونګ ايالت اوسېدونکی د زيانګ ينګزي په نوم دغه لس کلن ماشوم چې د ډونګ سيند خواته يې لوبې کولې، نو د غوزانو يا چارمغزو د ماتولو لپاره يې د يو څه شي لټه کوله تر څو غوزان پرې مات کړي، خو داسې يوه ګټه يې مخې ته راغله، چې ورته حېران پاتې شو.

د ماشوم زيانګ ينګزي د خبرو په وينا، چې له ځايي رسنيو سره يې کولې، وويل، کله چې يې د ډايناسور هګۍ پېدا کړه، نو هغه وخت يې فکر وکړ چې دا تيږه ده، خو چون له ساينس سره يې مينه ډېره ده او لږ و ډېر معلومات لري، نو د دغه تيږې په ليدو يې پوه شو چې دا تيږه نه ده بلکې هګۍ ده.د ډايناسور هګۍ ۲

له هغه وروسته ماشوم د ډايناسور هګۍ خپلې مور (لي) ته ورکړه، نوموړې بيا له اړوندې ادارې سره اړيکه ونيوله او د ډايناسور هګۍ يې ورته د څېړنو لپاره وسپارله.

د چين (هيان ډايناسور ميوزيم) پوهانو د دغه تيږې يا هګۍ څېړنه وکړه او وروسته يې ومنله چې دا تيږه، نه بلکې د ډايناسور هګۍ ده.

د ډونګ سيند په غاړه باندې دا يوازې د يوه ډايناسور هګۍ نه وه، بلکې په هماغه ځای کې له پلټنې وروسته دوی ۱۰ نورې هګۍ هم پېدا کړې.

خوندوره خبره دا ده، چې د ډايناسور دغه ۱۱ هګۍ ۶۵ ميليونه کلونه پخوانۍ دي او ۳.۵ انچه سايز لري. د ډايناسور دغه ټولې هګۍ ميوزيم ته وړل شوي دي، چې هلته به په دې هګيو باندې نوره څېړنه هم ترسره کېږي.د ډايناسور هګۍ ۳

Loading...