fbpx

د زمبابوې لوبغاړي په وړیا ډول هېواد ته کرکټ کوي

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹ – د زمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ځینو لوبغاړو وروسته له هغې دا پرېکړه کړې کله یې چې د لوبډلې بشپړ غړیتوب د کرکټ نړیوالې شورا سره لغوه اعلان شو.

د جولای پر ۱۸ مه نېټه په لندن ښار کې د کرکټ نړیوالې شورا په کلنۍ غونډه کې د زمبابوې په کرکټ بورډ کې د وروستي فساد په تړاو پرېکړه وشوه چې پکې د زمبابوې کرکټ بورډ د هر ډول غړیتوب او له امتیازاتو څخه بې برخې شو.

د معلوماتو له مخې د زمبابوې کرکټ د سیاسي مداخلو د بودیجې د ناسم استعمال او په دندو کې د غیر مسلکي کسانو د ټاکلو په وجه له منځه ولاړ .

اوس نو د زمبابوې لوبغاړي غواړي چې د ۲۰۲۰ م کال شل اوریزه نړیوال جام لپاره په غوراوي پړاو کې په وړیا ډول د خپل هېواد لپاره لوبې وکړي، دوی په ګډه پرېکړه کړې که اړتیا شوه له جیبه به هم پېسې ورکړي.

د دوی دغه عُذر او غوښتنه لاهم د کرکټ نړیوالې شورا نه ده منلې ځکه چې د زمبابوې ملي لوبډله له هر ډول کورني او نړیوال کرېکټ څخه بې برخې شوی دی او له ډیری پلان شویو سیریزونو څخه هم ووتله.

بلخوا د زمبابوې لوبډله به د افغانستان او بنګله دېش سره په درې اړخیزه سیریز کې هم برخه وانخلي د دې لوبډلې دغه سفر د کرکټ نړیوالې شورا لخوا لغوه اعلان شو او ښایي دغه لوبلړۍ د افغانستان او د بنګله دېش ترمنځ دوه اړخیزه تر سره شي.

اوس نو د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی دی، چې د زمبابوې لوبډله تر نامعلوم وخته پورې هیڅ ډول کورنۍ او بهرنۍ لوبې نه شي کولای.

بلخوا د زمبابوې ملي لوبډلې تکړه الراونډر سکندر رضا وايي، د یو څو کسانو د جرم سزا باید زرهاو، بلکې په زرګونه زره خلک ونه ویني.

د سکندر رضا پر وینا د کرکټ نړیواله شورا دې په خپله پرېکړه له سره کتنه وکړي، ځکه د یوې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې سره دا ظلم دی چې ورسره کېږي.