fbpx

طلا ګله ونيول شوه

په هلمند ولايت کې پوليسو يو کس نيولی دی چې د ښځو له جامو په استفاده به يې د طلا ګلې په نوم په بازارونو کې غلاوې کولې او جنايي جرمونه ترسره کول.

د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي په خپله فېسبوکپاڼه د دوه انځورونو خپرولو سره ليکلي دي، چې په هلمند کې پوليسو يو نفر نيولی، چې د ښځو په جامو کې يې په ښار کې د خلکو له دوکانونو څخه پېسې او مالونه غلا کول.

په انځورونو کې زلمی هلک ښکاري چې د ښځو جامې يې په تن دي او شنه بورقه يې هم په سر ده.

د کورنيو چارو وزارت وياند وړاندې ليکلي دي، د ياد نيول شوي کس اصلي نوم صفت الله دی، چې په ځان يې د طلا ګلې ښځينه نوم ايښی و او هره ورځ به يې په لښکرګاه ښار کې د ښځينه جامو څخه په استفادې غلاوې او جنايي جرمونه سر ته سول.طلا ګله ۲

د ځينو سرچينو په حواله، د ښځينه جامو څخه ډېری غله ناوړه ګټه پورته کوي او همدا راز زياتره وخت وسلوال ترهګر هم د ښځينه و له جامو څخه ګټه پورته کوي، چې په دې لړ کې د کورنيو چارو وزارت ډېری کسان نيولي هم دي.

همدا راز په يوه بل خبر کې د کورنيو چارو وزارت وايي، چې په هلمند کې يې څلور ترهګر طالبان د پوليسو ليکو ته د سوق پر مهال نيولي دي.

په خبر کې زياته شوې ده، چې د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې څلورو ترهګرو طالبانو غوښتل چې د ملي پولیسو لیکو ته جذب شي، چې د هلمند د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو لخوا له پېژندنې وروسته ونیول شول.

د کورنيو چارو وزارت په خپل خبر کې زياتوي، چې یادو ترهګرو غوښتل چې د پولیسو لیکو ته نفوذ وکړي او په ترهګریزو کړنو لاس پورې کړي، چې هدف ته له رسېدو مخکې ونیول شول.