fbpx

د هرات ـ کندهار پر لویه لار ماین چاودنې ۳۴ مسافر شهیدان کړل

خبریال وېبپاڼه / ۳۱ جولای ۲۰۱۹ – هرات – کندهار د لویې لارې پر سر فراه ولایت کې پر یو مسافر وړونکي بس موټر د سړک غاړې ماین چاودنه شوې چې له مله یې ۳۴ تنه پکې سپاره وګړي شهیدان او تر ۱۷ پورې نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایتي ادارې دغه چاودنه تایید کړې او وایي، چې دغه ماین د وسله والو مخالفینو لخوا ځای پر ځای شوی و چې نن سهار شاوخوا پنځه بجې د «پل آب خرما» په سیمه کې پر یاد بس موټر وچاودېد.

د هرات ولایتي ادارې د مسوولینو پر وینا چې د چاودنې له امله د دغه بس ۳۴ مسافرین شهیدان شوي او ۱۷ نور بیا ټپیان شوي دي چې په دې کې یو شمېر ښځې او ماشومان هم شامل دي.

د چارواکو پر خبره چې دغه مسافر وړونکي بس موټر له نیمرزو ولایت څخه هرات ولایت ته پر لار و چې ناڅاپي پرې ماین چاودنه وکړه او په زیاته اندازه یې ټولو ملکیانو ته مرګ ژوبله واړوله.

ویل کېږي ځیني ټپیان په سیمه کې نږدې روغتونونو ته انتقال شوي دي او ډیری نور ټپیان بیا د هرات ولایت مهمو روغتیایي مرکزونو ته انتقال شوي دي.

د دغې خونړۍ ماین چاودنې وروسته د ولسمشر غني ویاند صدیق صدیقي پر خپل ټوېټر لیکلي چې دغه ماین د طالبانو لخوا ځای پر ځای شوی و، چې ټول قربانیان یې ملکي وګړي دي.

د معلوماتو له مخې د چاودنې سیمه د هرات ـ فراه ترمنځ په نږدې واټن کې موقعیت لري چې تقریباً له نا امنو سیمو څخه شمېر کېرل کېږي.

وسله والو طالبانو تر دا مهاله د دغه ماین چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.