fbpx

د واده کارتونو چاپېدو سربېره د سلمان خان واده ولې ونه شو؟

خبريال وېبپاڼه – ۳۱ جولای ۲۰۱۹: خپلې نوې ملګرې جلۍ (لوليا وانتر) ته د الماسو ګوتمې د ډالۍ کولو اوازو د هندي سېنما ستوری سلمان خان يو ځل بیا د خبرونو سرټکی ګرځولی دی، خو همداسې يوه پېښه (۲۵) کاله پخوا هم شوې وه، چې ان د سلمان خان د واده کارتونه هم چاپ شوي وو، خو بيا يې هم واده ونه شو.

دا د (۱۹۴۴)م کال لسيزې پېښه ده، چې په هغه وخت کې د هندي سېنما ستوري سلمان خان او په (تري ديو) فلم کې په (اوی اوی ګرل) مشهورې لوړ قامت لرونکې فلمي لوبغاړې (سنګيتا بجلاني) تر منځ اړيکې وغځېدې او دواړو د واده کولو پرېکړه وکړه.

د سلمان خان پلار (سليم خان) او ميرنه مور (هيلن) هم په دې خپلوۍ خوښ وو، د واده کارتونه هم وېشل شوي و، خو پر همدغه مهال (سنګيتا بجلاني) پر سلمان خان د بې وفايۍ تور ولګاوه او له واده کولو يې ډډه وکړه. دغه وخت کې د سلمان خان او پاکستانۍ نژادې فلمي لوبغاړې (سومي علي) تر منځ د مينې او اړیکو اوازې ډېرې وې، چې رښتيا هم وې.

له همدې امله (سنګيتا بجلاني) له سلمان خان سره له واده کولو انکار وکړ او دا يې ويل چې سلمان خان خو لا د واده څه چې، د ملګرتيا وړ هم نه دی. ويل کېږي تر دې پېښې وروسته سلمان خان له هېچا سره بيا د واده کولو هوډ ونه کړ.

دا به وروسته په ډاګه شي چې سلمان خان له لوليا وانتر سره واده کوي که نه؟

سلمان خان د هندي سېنما وتلی ستوری دی چې (۵۳) کاله عمر لري، د هغه د واده په اړه هر کال اوازې خپرېږي، خو تر اوسه يې واده نه دی کړی.

نوموړي په خپل سېنمايي ژوند کې ګڼشمېر بريالي او وتلي فلمونه جوړ کړي دي، چې په دې وروستيو کې يې هم د مينوالو د خوښې وړ فلمونه نندارې ته وړاندې کړل.

Loading...