fbpx

په ګرېډ ون سیالیو کې د خوست لوبډلې هم لومړۍ بریا خپله کړه

خبریال وېبپاڼه/۳۱ جولای ۲۰۱۹ – نن د هېواد په دوو ولایتونو خوست او ننګرهار کې د ۸ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ درجه ګرېډ ون یو ورځنۍ ولایتي سیالۍ پیل شوې، چې په خوست لوبغالي کې کوربه لوبډلې په ۹ ویکټو باندې پکتیا ته ماتې ورکړه.

د دغې لوبې پچه د خوست ولایتي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه ، د پکتیا لوبډلې هم په لومړۍ پاڼۍ کې ټاکل شوي پنځوس اورونو ونه لوبول او د دوی ټوله لوبډله په ۳۱ م اور کې په ۸۵ منډو باندې وسوځېدله.

د پکتیا لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې تر ټولو ډیرې ۳۰ منډې صدیق الله جوړې کړې، دغه راز غمي ځدراڼ هم ۱۳ منډې جوړې کړې، خو هدف یې ډیر کم د خوست لوبډلې لپاره وټاکه.

د خوست لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې خليل ګربز څلور لوبغاړي ، بختارالله اتل دوه لوبغاړي وسوځول او ناصر منګل او محمد هاشم بیا یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د خوست لوبډلې ټاکل شوی د ۸۶ منډو هدف په چټکۍ سره په ۱۶.۱ اورونو کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو سره پوره کړ او په ګرېډ ون سياليو کې يې د ننګرهار لوبډلې ترڅنګ لومړۍ بريا خپله کړه.

د خوست لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې اېمل خان ۳۳ ناسوځېدلې او نصیر احمد ۳۲ ناسوځېدلې منډې وکړې چې سیالي یې په خپله ګټه پایته ورسوله.

د پکتیا لوبډلې لپاره یوازې کبير علي خېل یو لوبغاړی له مخې يورته کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه خليل ګربز ته ورکړل شوه نوموړي نن د خوست لوبډلې لپاره په بریا کې ښه رول ولوبوه او ۴ لوبغاړي یې وسوځول.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ګرېډ ون (لېست اې) سيالۍ د چېلنج کپ يو ورځنيو ولايتي سياليو وروستی پړاو دی چې پکې اته لوبډلې په دوه ګروپونو باندې وېشل شوې دي.