fbpx

مسلمان ولې خوراک راوړ؟ هندو د خوراک له اخيستو انکار وکړ

خبريال وېبپاڼه \ ١ اګست ٢٠١٩: په هند کې يو هندو هلک يوازې په دې خبره د خوراک له اخيستو انکار وکړ، چې دا خوراک ورته يو مسلمان هلک ولې راوړى دى. هغه وايي شرکت ته يې ويلي و چې خوراک دې ورته هندو هلک راوړي، خو وايي چې شرکت ورته پېسې هم بېرته ورنه کړې.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، په هند کې د نامو سرکار په نوم يو ټويټر کاروونکي ټويټ کړى دى او ليکلي يې دي، هغه د کور ته خوراکونو رسوونکي انلاين شرکت (زوماټو) نه خپل خوراک يوازې په دې خبره وانه خيسته، چې هغه خوراک ورته هندو هلک نه و راوړى.

نامو سرکار همدا راز زياتوي، کله چې هغه ته معلومه شوه چې خوراک ورته يو فياض نومي هلک راوړي، نو هغه شرکت ته وويل چې يو بل کس دې ورته دا خوراک راوړي، خو د هغه د شکايت پرته هم د زوماټو شرکت هلک بدل نه کړ او نه يې هم ورته بېرته پېسې ورکړې.

د ټويټر کارونکي په ټويټر باندې د دغه شرکت سره د خبرو کولو سکرين شاټونه هم خپاره کړي دي، چې په کوم کې چې هغه ورته وايي چې مسلمان هلک دې ماته خوراک نه راوړي.

د دغه کس د دغه ټويټ په ځواب کې د زوماټو انډيا شرکت په خپل ټويټ کې ليکلي دي، چې ((د ډوډۍ هېڅ دين نشته.))


د هندي شرکت د دغه ټويټ نه وروسته په ټولنيزو رسنيو زورور بحث پيل شوى دى او ډېرى خلکو د دغه شرکت ملاتړ کړى دى او د دوى ټويټ يې ډېر ځله بيا هم په ټويټر کې خپور کړى دى.

د ټويټر کاروونکي د زوماټو شرکت اقدام ډېر ستايل شوى دى او شاوخوا ٧٦ زره کسانو د دوى دغه ټويټ خوښ کړى او همدا راز ٢٥ زره کسانو دغه ټويټ بيا ځلې ريټويټ کړى دى.

Loading...