fbpx

کرينه کپور د سري ديوي فلم (چالباز) ولې ٣٥ ځله وکوت؟

خبريال وېبپاڼه \ ١ اګست ٢٠١٩: د هندۍ سينما ښايستونکې او نامتو فلمي ستورې کرينه کپور په يوه فلم کې د غبرګ رول ترسره کولو دومره ارمان لري، چې د مړې شوې نامتو فلمي ستورې سري ديوي فلم (چالباز) يې ٣٥ ځله کتلى دى.

کرينه کپور اوس مهال په ټلويزيون باندې د نڅا يوه خپرونه (ډانس انډيا ډانس) کې د قاضي رول لوبوي، چې نوموړې په دغه مهال وويل چې ډېر ارمان يې دى چې په کوم فلم کې (غبرګ رول) ولوبوي.

نوموړې د خپرونې پر مهال وويل، چې هغې د سري ديوي فلم (چالباز) ٣٥ ځله ليدلى دى، چې په دغه فلم کې سري ديوي غبرګ رول ترسره کړى دى.

کرينه کپور وايي چې د هغې خور کرشمه کپور هم په داسې فلمونو کې کار کړى دى چې غبرګ رول يې دى پکې، خو هغې ته تراوسه پورې داسې کوم چانس نه دى ورکړل شوى.کرينه کپور خان

کرينه کپور وايي، چې زما ډېر ارمان دى چې په داسې يو فلم کې کار کړم، چې د دوه غبرګونو خويندو رول پکې وي، لکه په فلم (سيتا ګيتا) يا هم (چالباز) کې چې ترسره شوى دى.

هغه زياتوي، چې زه تراوسه پورې په دې خبره حېرانه يم چې ماته په کوم فلم کې د غبرګ رول ترسره کولو وړاندې ولې نه دى شوى، حال دا چې زما سخت ارمان دى چې داسې رول ولوبوم.

د يادونې وړ د چې نامتو فلمي ستورې کرينه کپور خان نږدې ورځو کې د (انګريزي ميډيم) فلم ثبت پوره کړى دى، دا فلم په ٢٠١٧ کې د نندارې ته وړاندې شوي فلم (هندي ميډيم) سيکويل يا دويمه برخه ده. په هندي ميډيم کې صبا قمر او عرفان خان کار کړى و، چې په انګريزي ميډيم کې کرينه کپور خان او عرفان خان لوبېدلي دي.کرينه کپور خان

Loading...