fbpx

سلمان خان څنګه سوناکشي سنها خجالته کړه؟

خبريال وېبپاڼه \ ١ اګست ٢٠١٩: د هندي فلمونو (سلطان) سلمان خان څنګه د شتروګن سنها لور او اوسنۍ نامتو ستورې سوناکشي سنها خجالته کړه، په دې اړه سوناکشي تازه له رسنيو سره خبرې کړې دي.

د هندي رسنيو د راپورونو تر مخه، د هندي فلمونو ښايستوکې او نامتو ستورې سوناکشي سنها وايي، چې سلمان خان ورته د وزن د کمولو مشوره ورکړې وه. سوناکشي سنها په لومړي ځل سلمان خان په خپل کامياب فلم (دبنګ) کې اخيستې وه.

سوناکشي سنها لومړى په يوه فېشن خپرونه کې د ليدونکو د منېجرې په حېث کار کاوه چې خپرونې ته به يې ليدونکي رابلل او د هغوى ټول هر څه د سوناکشي په غاړه و.

هغه وايي، چې د همدغې خپرونې په يوه برخه کې سلمان خان هم راغلى و، هغه چې کله سوناکشي وليده نو يې ورته مشوره ورکړه چې خپل وزن دې کم کړي، ځکه هغه غوښتل چې په خپل راروان فلم کې ورته مرکزي رول ورکړي.سوناکشي سنها

سوناکشي زياتوي، کله چې زه سلمان خان وليدم، نو ماته يې وويل چې خپل وزن دې کم کړه، ځکه چې هغه غوښتل چې په خپل راروان فلم کې مې واخلي او د يو ښه خبر لپاره يې له ما څخه د ټريټ غوښتنه هم وکړه. هغه زياتوي، چې هغه ورځ يې په جېب کې يوازې ٣٠٠٠ روپۍ وې او نه يې شول کولاى چې سلمان خان د ټرېټ لپاره ډوډۍ ته بوځي، نو په هغه وخت سخته خجالته شوه.

سوناکشي سنها همدا راز وايي، چې د دغه خبرې ډېر وخت تېر شوى دى، خو اوس هم ورته هغه وخت يادېږي. نوموړې بيا د سلمان خان سره په (دبنګ)، (دبنګ ٢) او همدا راز په (دبنګ ٣) فلم کې هم اوس راروانه ده.

سوناکشي سنها اوس مهال د خپل نوي فلم (خانداني شفاخانه) په تبليغاتو کې بوخته ده، چې دا فلم به سبا (د اګست په دويمه نېټه) نندارې ته وړاندې شي. په دې فلم کې نامتو هندي سندرغاړي بادشاه هم کار کړى دى او همدا راز ورون شرما هم پکې رول لوبولى دى. همدا راز سوناکشي سنها د اکشى کمار سره په (مشن منګل) فلم کې هم راروانه ده چې د اګست په ١٥مه نېټه به نندارې ته وړاندې کېږي او له هغه وروسته به يې له سلمان خان سره (دبنګ ٣) فلم راځي.