fbpx

د کانډوم په اړه ځينې لارښوونې چې بايد پرې پوه شئ

خبريال وېبپاڼه \ ١ اګست ٢٠١٩: کانډوم چې له ډېر نري ربړ څخه جوړ شوى دى، دا د حمل نه د ساتلو لپاره کارول کېږي. د جنسي اړيکو پر مهال سړي دا خپلې تناسلي الې ته اچوي، تر څو د سپرم مخه ونيسي او ښځه حمل وانخلي. زياتره کانډوم د ليټيکس په مرسته جوړېږي.

که چېرته دا په سم ډول وکارول شي، نو ٨٥ څخه تر ٩٨ سلنې پورې د حمل مخنيوى کوي، ځکه دا سل سلنه خوندي نه وي. ځينې خلک د ليټيکس سره حساسيت لري، نو هغوى ته پکار دي چې بيا پاليورتين څخه جوړ شوي کانډوم وکاروي، ځکه د هغوى لپاره دا بيا ښه دي. خو ځينې لازمي خبرې دي چې بيا د کانډوم د کارولو پر مهال تاسې ته معلومات وي.

د کانډوم په کارولو سره د اېس ټي ډي (جنسي ناروغيو) خطر ډېر راکمېږي. همدې راز د دې په کارولو سره د اېډز يا اېچ ايي وي په څېر د خطرناکو ناروغيو مخنيوى هم تر ډېره حده پورې کمېږي.

ښايي تاسې ته په دې اړه معلومات نه وي، چې کانډوم ډېر زيات نرى وي، که چېرته دا په غلط ډول وکارول شي، لکه د ګوتو نوکان، ګوتمه او يا بل کوم نرى څيز ورسره ولګېږي، نو دا شکېږي، شکېدلى کانډوم بايد په هېڅ وخت کې ونه کارول شي.

که چېرته د جنسي اړيکې پر مهال مو کانډوم وشلېږي، نو بيا مو مېرمن ته لازمي ده چې د حمل د مخنيوي لپاره د هغې د مخنيوي ګولۍ وخوري، داسې به يې د حمل کېدو امکانات ختم شي.

دې خبرې ته ډېر پام وکړئ، چې تل د ښه کيفيت کانډوم وکاروئ، کله چې هم له دوکان څخه کانډوم اخلئ، نو لومړى يې ګورئ چې تاريخ تېره، شکېدلى او يا هم زوړ شوى خو به نه وي.