fbpx

پاکستان کې تجارانو د حکومت پر ضد د کاربندېز او لاريون اعلان کړى

خبريال وېبپاڼه \ ١ اګست ٢٠١٩: په پاکستان کې د سختې ګرانۍ او نوو ټېکسونو پر ضد د دغه هېواد تجارانو د حکومت پر ضد د ٤ ورځو کاربندېز او لاريون اعلان کړى دى.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو تر مخه، دا کاربندېز او لاريون به په ټول هېواد کې ترسره کېږي او په دې کې به د ټول پاکستان تجاران ګډون کوي.

د پاکستان د ايکسپرېس نيوز ورځپاڼې د راپور تر مخه، په لاهور کې د تجارانو مشر نعيم مير رسنيو ته ويلي دي، چې په ټول هېواد کې به تجاران د حکومت پر ضد کاربندېز او لاريون کوي، دغه کاربندېز او لاريون به د اګست په ١٥مه او ١٦مه نېټه او بيا په ٢٦مه او ٢٧مه نېټه په ټول پاکستان کې کېږي او په دې باندې د پاکستان ټولو تجارانو همغږي کړې ده.

د تجارانو مشر نعيم مير زياته کړې ده، چې د حکومت د خپلې خوښې ټېکسونه موږ نه شو منلى، که دا ټېکسونه بېرته نه وي اخيستل شوي او نوي ټېکسونه نه وي اعلان شوي او د دوى غوښتنې ونه منل شي، نو بيا به له عاشورا وروسته د نامعلومه وخت لپاره کاربندېز ته دوام ورکړي.

د ايکپرېس نيوز ورځپاڼې د راپور تر مخه، د پاکستان په فېصل اباد ښار کې هم د تجارانو ټولنو يو ګډه خبري ناسته کړې ده او د حکومت د نوو ټېکسونو او په شناختي کارټ د سودا د خرڅولو پر ضد يې لاريون اعلان کړى دى.

يادو تجاران ويلي دي، چې په شناختي کارټ باندې پېر او پلور نه شي کولاى او که چېرته د اېف بي ار ټيمونه مارکيټونه ته راغلل، نو دوى به يې بېرته روغ ونه لېږي.

د يادونې وړ ده چې په پاکستان کې د عمران خان د حکومت له راتلو سره سم حکومت يې د نوو پورونو ترلاسه کولو لپاره نړيوال بانک او د پېسو نړيوال صندوق ته خواست وکړ، خو د پورونو ترلاسه کولو وروسته يې په هېواد کې نوي ټېکسونه ولګول او ګرانۍ ډېره زياته شوه، چې ولس يې له سخت مشکل سره مخ کړى او څو مياشتې کېږي چې د حکومت د نوو ټېکسونو او ګرانۍ پر ضد لاريونونه کېږي.

Loading...