fbpx

سعودي د نړۍ په کچه ښکلی او پرمختللی ښار جوړوي

په سعودي عربستان کې د (نيوم) په نامه  پر يو داسې ښار جوړولو کار پيل کېږي چې (۵۰۰) اربه ډالره لګښت به پرې راشي. د دې ښار بېلګه به په ټوله نړۍ کې نه وي. د (وال سټريټ) جريدې د راپور له مخې د دې ښار په اړه ځينې وړاندوينې شوي چې  له انسانانو به په کې (روباتونه) ډېر وي.

اوسمهال يې په اړه داسې وړاندوينې کېږي چې په عملي بڼه کې يې ليدل ډېر ستونزمن کار دی، خو دا هرو مرو ويلی شو چې مالي امکانات هر څه کولی شي.

د دې ښار په اړه په (وال سټريټ) جريدې کې لاندې خبرې خپرې شوې دي:

د وريځو ښوروونکې ټکنالوژي:

د (نيوم) په نامه دا ښار د يو سمندر پر غاړه جوړېږي چې شاوخوا سيمه يې دښته ده، په دې ښار کې به يوه داسې ټکنالوژي نصب شي چې پر مټ به يې باران هم راوستلی شي او هم درولی.

پر هر چا نظر:

په دې ښار کې به داسې کمرې او د څهرې پېژندلو ټکنالوژۍ نصب شي چې پر مټ به يې د ښاريانو د امنيت او خونديتوب لپاره کار کېږي.

په هر ځای کې روبات:

په دې ښار کې به روبوټونه له انسانانو ډېر وي، هر کار به د روبوټ په مرسته کېږي، ان د کور کارونه به هم روبوټ کوي، همدا شان د روبوټونو لپاره به يو ځای هم جوړېږي چې خلک تفريح ته ورشي.

الوتونکي موټرونه:

د دې سيمې والي (شهزاده فهد بن سلطان) د دې ښار په اړه په يوه ناسته کې ويلي و چې موږ تر (۲۰۳۰) م کال پورې الوتونکي موټرونه غواړو، په يوه بله ناسته کې يې ويلي و چې موټر چلونه به يوازې د ساعت تېرۍ لپاره وي، نه د ترانسپورټ لپاره.

مصنوعي سپږمۍ:

په دې اړه کره مالومات نه شته، خو وړاندوينې همدا وايي چې د دې ښار لپاره به يوه مصنوعي سپوږمۍ هم جوړه شي.

د يادونې وړ ده چې د (۲۰۱۷)م کال په اکتوبر مياشت کې د سعودي وليهعد (شهزاده محمد بن سلمان) د احمر بحيرې په ساحل کې د يو ښار جوړولو اعلان کړی و، چې (۵۰۰) اربه ډالره لګښت به پرې راشي.

دا ښار به د سعودي حکومت له دايرې بهر کار کوي او يو خپلواک حکومت به لري، چې د سعودي حکومت به د دې ښار جوړولو لپاره له (۵۰۰) اربه ډالرو ډېر لګښت ورکوي.

د سعودي وليعهد دا هم ويلي و چې په دې ښار کې به په احمر بحيره دومره لوی پل جوړ شي چې مصر، اردن او افريقا هېوادونه به له يو بل سره وتړي.