fbpx

د (۷) کلن هندوستاني ماشوم په خوله کې (۵۴۷) غاښونه

خبريال وېبپاڼه : ۱ اګست ۲۰۱۹: په هندوستان کې د يو (۷) کلن هلک په خوله کې د (۲۱) غاښونو تر څنګ (۵۲۶) نور غاښونه وو، چې د اپرېشن له لارې يې ترې وويستل، چې دا يو نړيوال ريکارډ جوړ شوی دی.

د يوې نړيوال رسنۍ په وينا، په هندوستان کې د (چېنای) اوسېدونکی (۷) کلن هلک (روندر نات) په خوله کې د طبيعي (۲۱) غاښونو تر څنګ نور (۵۲۶) غاښونه هم راختلي و، دا اضافي غاښونه په يوه غشاء کې پوښل شوي وو چې په سترګو نه ښکارېدل.

له (۳) کلنۍ څخه د دې هلک لاندينۍ جامه سوزېدله، چې هر وخت به يې ترې فریاد کاوه، دا ستونزه يې ورځ تر بلې ډېرېدله او درد يې هم ډېرېده، د هلک کورنۍ لومړی له کورني نسخو څخه ګټه اخيسته، خو کله چې پوه شول دا نسخې پايله نه ورکوي، نو د غاښونو ډاکټر ته يې مخه کړه.

د غاښونو متخصص په وينا: له ايکسری او سي ټي سکين معايناتو څخه دا په ډاګه شوه چې د دې هلک په لاندينۍ جامه کې يوه خلته موجوده ده، چې د اپرېشن پر مټ يې راوويستله، د دې خلتې وزن (۲۰۰) ګرامه و، چې (۵۲۶) نور غاښونه په کې هم وو.

د روغتياپالانو په وينا، دا يوه ځانګړې ناروغي ده، چې (compound composite ondontome) ورته ويل کېږي، چې درملنه يې د اپرېشن پر مټ د اضافي غاښونو ويستل دي.