fbpx

د ښځو د چاغېدو لاملونه

چاغوالی چې په انګليسي کې ورته (obesity) وايي، د اوس زمانې له بدني ستونزو څخه يوه لويه ستونزه ده.

په بدن کې د اضافي چربۍ يا وازدې د يو ځای کېدلو له امله د بدن کړه وړه خرابېدو ته چاغوالی وايي. چاغوالی که څه هم ناروغي نه ده، خو د نورو نارغيو له امله او د نورو ناروغيو لامل کېدلی شي.

چاغوالی يوازې د خوراک او څښاک له امله نه رامنځته کېږي، بلکې ګڼشمېر نور لاملونه هم لري، که موږ او تاسې چېرته يوه چاغه ښځه ووينو، نو يوازې دا مو ذهن ته راځي، چې د دې ښځې خوراک زيات او کار کم دی، خو په اصل کې داسې ښځې هم شته چې خوراک کم کوي، خو بيا يې هم وزن زياتېږي.

د چاغوالي عمومي لاملونه:

د چاغوالي لاملونه ډېر دي، خو تر ټولو لوی لامل يې په خوړو کې اعتدال نه ساتل ګڼل کېږي، خو په ښځينه وو کې يې لوی لامل د هورمونونو نامنظموالی دی، د کاربونيت مشروبانو ډېر کارول بدن درندوي، د دې سربېره چکني درلودونکي خواړه هم د وزن زياتېدو لامل ګرځي، د وزن زياتېدو يو لوی لامل په بدن کې د اوبو کموالی هم کېدلی شي.

د وزن زياتېدو پر څو نورو لاملونو هم رڼا اچوو:

۱- د انرژي نامتوازنوالی:

د انرژي له نامتوازنوالي څخه موخه بدن ته د انرژي راتګ او د بدن د انرژي مصرف دی، چې دواړه يو شان نه وي، بدن ته راتلونکې انرژي هغه وي چې له خوړو او څښو څخه ترلاسه کېږي، له بدن څخه خارجېدونکې انرژي هغه وي چې موږ يې په ورځنیو کارونو کې مصرفوو، چې په هغې کې ساه اخيستل، د خوړو هضمول او بدني کار شامل دي.

که بدن ته راتلونکې او له بدنه خارجېدونکې انرژي يو شان وي، نو ستاسو وزن به پر خپل حالت پاتې وي، که بدن ته راتلونکې انرژي له خارجېدونې انرژي څخه زياته وي، نو وزن مو په زياتېږي.

۲- چاپېريال:

تاسو چې په کوم چاپېريال کې ژوند کوئ، دا مو پر وزن ډېر اغېز کولای شي، چېرته چې تازه او پاک خوراکونه نه وي، يا زيات غوړ خوراکونه دود وي، نو هلته د وزن زياتېدو احتمال ډېر زيات وي.

۳- درمل:

د ځينو درملو د کارونې له امله هم انسان چاغېدلی شي، د ډېپرېشن يا سټرېس ضد درمل په عمومي ډول وزن زياتوي، همدا شان د ولږې زياتوونکي درمل هم وزن زياتوي.

۴- مناسب خوب نه کول:

ځينې ښځې د مناسب خوب نه کولو له امله هم چاغېږي، د يو ساعت کم خوب کولو له امله په بدن کې د (ليپين او ګريلين) کچه لوړېږي، چې دا کار د ولږې د زياتېدو لامل ګرځي، د دې سربېره کم خوب کوونکي انسانان داسې خوړو ته مخه کوي چې په هغې کې (کيلوري) او (کلسيم) زيات وي.

۵- د هورمونونو نامتوازنوالی:

ښځې په خپل ژوند کې له بېلابېلو پړاوونو تېرېږي، چې له امله يې د (هورمونونو) توازن خرابېږي، د ښځو په بدن کې د بدلونونو د رامنځته کېدو له امله د هورمونونو توازن پر خپل حال نه پاتې کېږي، چې دا هم د وزن زياتېدو لامل کېږي.

۶- تایرايډ :

تایرايډ اوس پر يوې عامې ناروغۍ بدله شوې، په ښځينه وو کې د تايرايډ لوړوالی د وزن د زياتېدو لامل ګرځي، که وزن مو زياتېږي او د دې ناروغۍ نښې درکې پيدا شوې وي، نو معاينه يې هرو مرو وکړئ، تر څو ژر يې درملنه وکړئ.

۷- زېږون او په هغې کې وقفه:

د زېږون له امله د زياتو مېرمنو وزن زياتېږي او د ډېرو لږ شمېر مېرمنو وزن کمېږي، همدا شان په زېږون کې د وقفې کولو لپاره کاروونکي درمل هم د وزن د زياتېدو لامل ګرځي.

ليکنه: نمرہ شاہد
ژباړه: فياض حميد