fbpx

ګیبارډ: ټرمپ امریکايان غولوي چې وايي له افغانستانه سرتېري وباسم

خبريال وېبپاڼه – ۱ اګست ۲۰۱۹: د امریکا ولسمشرۍ ټاکنو ته د ديموکرات ګوند نوماندې (تولسي ګيبارډ) د افغان جګړې او ټرمپ د وروستيو څرګندونو په اړه خپل غبرګون ښودلی. نوموړې ويلي چې امریکا بايد نور له دې بې ګټې بې مانا جګړې څخه لاس واخلي، د ګيبارډ په خبره، امريکا په دې جګړه کې په ملياردونو ډالره تاوان کړی دی او هېڅ ګټه يې لاسته نه ده راوړې.

ګېبارډ ويلي: که واک ته ورسېږم په لومړي کال کې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه وباسم.

نوموړې زیاته کړې: ټرمپ پر دې خبره چې وایي ژر به خپل ټول سرتېري له افغانستانه وباسي خلکو ته دروغ وایي او دا چې خلک وغولوي څو بیا نوموړي ته رایه ورکړي همدا خبره یې جدي نیولې ده.

د ګېبارډ دا غبرګون د امریکا متحده ايالاتو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو څرګندونو پر وړاندې و، چې ويلي يې وو، څومره ژر چې ممکن وي، امريکايي ځواکونه به له افغانستان وباسم.

نوموړي له يوې امريکايي رسنۍ سره په تازه مرکه کې ويلي چې په افغانستان کې د امریکا جګړه بايد پايته ورسوي، نوموړي زياته کړې چې له خپلو چارواکو سره په خبرو بوخت دی، تر څو له افغانستانه د امريکايي ځواکونو د ويستلو په اړه پرېکړه وکړي.

ډونلډ ټرمپ ويلي چې امريکايي ځواکونه بايد د افغانستان په جګړه کې نه وای ښکېل شوی، ټرمپ په دې جګړه کې د امريکا ښکېلتيا د هغوی په ګټه نه بولي.

په ورته وخت کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي. ده ویلي د سرتېرو د ایستلو لپاره مشخص وخت نه دی په ګوته شوی خو امریکايي ځواکونه به له افغانستان وځي.

طالبانو هم د سولې هوکړې ته د رسېدو لومړنی شرط له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتل ياد کړی دی، داسې راپورونه هم شته چې امريکا او طالبان له افغانستان امريکايي ځواکونو د وتلو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي او اوس پر نورو مواردو خبرې روانې دي.

بل لور ته په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين ويلي چې راتلونکې اوونۍ به له امريکا سره هوکړه ليک لاسليک شي.

 

 

 

Your SEO optimized title page contents