fbpx

په ګرېډ ون سیالیو کې لوګر هرات ته په ۴ ویکټو ماتې ورکړه

خبریال وېبپاڼه / ۱ اګست ۲۰۱۹ – د چېلنج کپ لومړۍ درجه ګرېډ ون یو ورځنیو ولایتي سیالیو په دوام نن په غازي امان الله خان لوبغالي کې لوګر لوبډلې په خپله لومړۍ لوبه کې د هرات لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

په دغې سیالۍ کې پچه لوګر وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، هرات لوبډلې ټاکل شوي پنځوس اورونو پوره ونه لوبول او ټوله لوبډله یې په ۴۴ م اور کې په ۱۹۰ منډو باندې وسوځېدله.

د هرات لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې عبدالغني ۶۸ منډې جوړې کړې، عبدالله ترخېل ۳۰ منډې او همایون خان هم ۱۸ منډې ترسره کړې.

د لوګر لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ا سید خان شپږ لوبغاړي، ذکي الله سلطاني دوه، محمد طاهر او سمیع الله احساس یو – یو لوبغاړی وسوځوه.

لوګر لوبډلې ټاکل شوی د ۱۹۱ منډو هدف په څلویښتم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په ګرېډ
ون سیالیو کې لومړۍ بریا ترلاسه کړه.

د لوګر لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې اسد الله خان ۷۵، خالد زاهدي ۴۲ او عبدالقدیر ۲۹ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې چې د هدف په پوره کولو کې یې ښه رول ولوبوه.

د هرات لوبډلې لپاره عبدالرحمان او محمد عالم دوه – دوه لوبغاړي وسوځول، دغه راز عبدالله تره خېل بیا یوازې یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه سید خان ترلاسه کړه نوموړي نن شپږ لوبغاړي وسوځول.

د لوګر سره په( ب ) ګروپ کې: هرات، ننګرهار، او کابل لوبډلې شاملې دي، چې سبا به خپله دوهمه سیالي د ننګرهار لوبډلې سره په غازي امان الله خان لوبغالي کې ترسره کوي.