fbpx

په دایکندي کې ۹ سرتېري شهیدان شوي دي

خبریال وېبپاڼه / ۲ اګست ۲۰۱۹ – تازه د دایکندي ولایت چارواکو خبر ورکړی دی چې تېره شپه د دې ولایت په دوو ولسوالیو پاتو او کجران کې وسله والو طالبانو په افغان ځواکونو بریدونه کړي دي، چې له امله یې نهه افغان سرتېري شهیدان شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.

د دایکندي ولایتي چارواکو پر وینا د پاتو په ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ دې ولسوالۍ ته په نږدې پرتو سیمو کې سختې جګړې روانې دي او نن هم دا جګړه دوام لري.

د ولایتي ادارې پر وینا په دې جګړو کې ښای د افغان امنیتي ځواکونو تلفات نور هم زیات شي، ځکه چې په سیمه کې جګړو نور زور هم اخیستی دی.

بلخوا د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د دې جګړې پخلی کړی دی او هغه په ټویټر لیکلي:چې تېره شپه یې د دایکندي ولایت د ګیزاب په پاتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو څلور امنیتي پوستې نیولي او په جګړو کې يې شل افغان سرتیري له منځه وړي دي.

خو د دایکندي امنیتي چارواکي ادعا لري، چې په روانه جګړه کې یې په لسګونه وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده چې شمیر یې لاهم نامعلوم دی.

بلخوا د همدې جګړو ترڅنګ ګډو ځواکونو په کندوز ولایت کې د طالبانو په پټنځایونو بریدونه کړي دي چې په نتیجه کې یې تر ۱۵ پورې وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د افغان چارواکو پر وینا په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې د افغان ځواکونو مخامخ جګړو زور اخیستی دی چې دواړه لوري پکې تلفات ویني.

Your SEO optimized title page contents