fbpx

په کابل کې لار بندي پر عذاب بدله شوې

خبريال وېبپاڼه: ۳ اګست ۲۰۱۹: کابل کې د لارو د بندښت له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي، کابل ښاريان له دې ستونزې سر ټکوي او وايي چې د لارو بندښت ورته ګڼ شمېر ستونزې راولاړې کړې دي، نه کارځايونو ته پر وخت رسېږي او نه غم ښادۍ ته.

صفا خان چې په کابل کې ټکسي چلوي، وايي چې د لارو د بندښت له امله ډېر کله داسې کېږي چې له ګټې يې تاوان زيات شي، خو بيا هم مجبور دی بله چاره نه لري او خپل کار ته دوام ورکوي. هغه وايي چې د لارو بندښت يو لامل دا دی چې په کابل کې د موټرو شمېر زيات دی او حکومت د فرعي لارو او هوايي پلونو جوړولو ته کار نه دی کړی تر څو پر عمومي لارو د موټرو ګڼه ګوڼه کمه شي.

ځينې ښاريان بيا د لارو بندښت يو ستر لامل خپله حکومتي چارواکي ګڼي چې پر سړک د تګ راتګ پر مهال ټول سړک بندوي او عامو ښاريانو ته ستونزې راولاړوي.

کابل ښاريان له حکومته غواړي چې د لارو بندښت غم وخوري او دغه ستونزه نوره پايته ورسوي، ځکه په کابل ښار کې ورځ په ورځ د خلکو ګڼه ګوڼه او د موټرو شمېر زياتېږي، خو حکومت يې په اړه بې غوره دی.

په کابل ښار کې شاوخوا (۷) ميليونه خلک اوسېږي او د موټرو شمېر هم له هغه ټاکلي بريده اوړي چې د کابل سړکونه ورته جوړ شوي دي.

که څه هم حکومت په ډېرو ځايونو کې د سړکونو د ازادولو هڅه وکړه، خو اوس هم د لارو بندښت هغومره نه دی شوی څومره چې په کار دی، د ښاريانو په وينا، که په ځينو څلور لارو کې هوايي پلونه جوړ شي، نو دا ستونزه به تر يوه بريده حل شي.

د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې په کابل ښار  کې د ترافيکي نظم لپاره ترافيکي اشارې هم نصب شوې، خو زيات موټر چلوونکي يې په مراعتولو کې بېغوري کوي.