fbpx

د رویا رحماني غفلت؛ په امریکا کې په افغان سفارت عریضه شوې

خبریال وېبپاڼه / ۳ اګست ۲۰۱۹ – د امریکا د متحده ایالاتو کې په یوه ځايي محاکمه کې په افغان سفارت عریضه شوې ده.
دا عریضه داسې مهال شوې چې د همدې سفارت سفیرې رویا رحماني یو ځل بیا رخصت اخیستی او په سفارت کې نشته.
په واشنګټن کې د خبریال ډاټ کام همکار وايي چې افغان سفارت لا له وړاندې په نه فعالیت تورن و، خو اوس په فزیکي لحاظ هم فلج کېدو ته نېژدې دی.

د افغان سفارت د شا د اړخ دېوال چې د مارچ میاشتې په ۲۰ نېټه نړېدلی و، تر اوسه پورې نه دی رغول شوی.
د همدې دېوال د نه جوړولو په تور د سفارت ګاونډي امریکايي په افغان سفارت عریضه کړې ده چې خپل دېوال ته پاملرنه وکړي.
خبریال وېبپاڼې هڅه وکړه چې په دې تړاو په امریکا کې د افغان سفارت غبرګون تر لاسه کړي‌، خو و نه توانېدو.
په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت یوه کارکوونکي‌چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي‌، خبریال ډاټ کام ته د دې موضوع پخلی وکړ او زیاته یې کړه چې د بهرنیو چارو وزارت له لوري‌ لا له وړاندې ‌په امریکا کې موجود سفارت ته د دېوال د رغونې بودیجه ځانګړې شوې ده، خو د سفارت د کمزوري‌ مدریت له کبله تر اوسه هغه دېوال نه دی رغول شوی چې د نوي‌کال په لومړۍ ورځ نړېدلی و.
د خبریال وېبپاڼې سرچینه وايي چې د دېوال لپاره تقريباً ټول رقم په پام کې نیول شوي دي، خو د بې کفایتي‌ له کبله تر اوسه دېوال همدا ډول پاتې دی.
که څه هم امریکا کې د واشنګټن ډی سي‌ یوه عدالت افغان سفارت ته رسمي ليک لېږلی دی، خو تر دمګړۍ لا سفارت رسمي‌ځواب نه دی ویلی.
په ډي سي کې د خبریال وېبپاڼې همکار وايي‌ چې دې موضوع او د سفارت نورو ناغېړيو په امریکا کې د افغانستان نوم ته سخت زیان اړولی دی.
رویا رحماني‌چې د همدې سفارت سفیره ده، ځايي‌افغانانو په غفلت تورنه کړې او ویلي یې دي چې د همدې سفیرې له کبله د افغانستان نوم ته سخت زیان اوښتی دی.
په امريكا کې مېشتو افغانانو له کابل نه د جدي او بېړنۍ مرستې او مداخلې غوښتنه کړې ده.

په واشنګټن کې د افغانستان له سفارت څخه داسې د شکايت غږ پورته کېږي چې په بهر کې نور افغاني سفارتونه هم ګڼې ستونزې لري او ځانګړو ډلو او کسانو يرغمل کړي دي.
د سفارتونو يو شمېره متعصبه او ناپوه کارکوونکي په ډېرو مواردو کې له افغانستان او افغان حکومت سره دښمني کوي او له بهرنيانو سره په ناستو کې هغه څه کوي او وايي چې سراسر تاوان يې افغانستان او په ځانګړې توګه افغان حکومت ته رسېږي، خو د حکومت د نه څارنې له وجې دا ډول خلک په کلونو کلونو د ډيپلوماتانو په توګه کار کوي او له ټولو ستونزو سره يې د افغانستان د استازو په توګه څوکۍ اشغال کړي دي.

Your SEO optimized title page contents