fbpx

وړه مېوه او لويې ګټې

خبریال وېبپاڼه : ۳ اګست ۲۰۱۹ : په ګرمۍ کې امونه ډېر خوړل کېږي، خو دا موسم پر (ګيلاس) پيلېږي، چې د ګټې له مخې له بلې کومې مېوې څخه کمه نه ده، ګيلاس د افغانستان په ځينو برخو کې کېږي چې په کابل کې ډېر پيدا کېږي.

په نړۍ کې د (ګيلاس) پنځوس ډولونه پيدا کېږي، چې خوند او خوشبوی يې سره توپير کوي، ګيلاس د درد له منځه وړلو قابليت لري، چې په خوړلو سره يې د بندونو درد او د عضلاتو سستيا له منځه وړي او همدا شان وړو ټپونو ته ارامتيا وربښي.

که تاسې په عصبي فشار، بېخوبۍ يا سردرد اخته ياست، نو هره ورځ دغه مېوه وخورئ، ځکه چې په دې مېوه کې (ميلاټونن) په نوم مواد وي، چې مغز او اعصابو ته ارام وربښي، همدا شان اندېښنه له منځه وړي او ژور خوب راولي.

ګيلاس ډېرې ګټې لري:

په جسامت کې دا وړه او ښکلې مېوه زمږ بدن ته (زېنک، فولاد، پوټاشيم، مېګنيزيم او تانبا) ورکوي، په دې کې شته پوټاشيم د زړه ضربان نورمال ساتي او لوړ فشار راښکته کوي، همدا شان سوزش له منځه وړي، په ګيلاس کې د (بورون) په نامه ماده هډوکي پیاوړي کوي، په دې مېوه کې د نورو مېوو په څېر ويټامن سي هم شتون لري، چې د پوستکي لپاره ډېره ګټوره ده.

احتیاط او استعمال :

په بازار کې د (ګيلاس) مېوې اخيستلو پر مهال له احتياطه کار واخلئ، د سړکونو پر غاړه په لاسګاړو پراته (ګيلاس) ډېر ژر خرابېږي، په پاکټ يا کارتنونو کې بند ګيلاس اخيستل مناسب دي، کور ته يې راوړئ، پاک يې ومينځئ او بيا يې يخ کړئ.

که تاسو په سهار ناشته کې فيرني خورئ، نو په دې کې (ګيلاس) هم اچولی شئ، د ماسپښين په ډوډۍ کې هم دغه مېوه خوړلی شئ، همدا شان که د شپې تر ډوډۍ خوړلو وروسته مو زړه خوږو شيانو ته کېږي، نو ګيلاس مناسب خواړه دي، دا يوه داسې مېوه ده چې تاسو يې هر وخت له هر څه سره خوړلی شئ.

تر ټولو ښه طريقه دا ده چې ګيلاس مېوه په خپل اصلي حالت کې وخوړل شي، ځکه که له دې څخه شربت جوړ شي نو ډېر ګټور مواد يې له منځه تللی شي. تر ډېره يې په يخچال کې مه ساتئ، چې د (انتی اکسايدونو) خاصيت يې له منځه ځي.

که وزن مو زيات شوی وي، نو اندښمن کېږئ مه، يوازې د ګيلاس په موسم کې دغه مېوه ډېره وخورئ، د وزن په کمولو کې درسره پوره مرسته کولای شي.

له کينسره مو هم ژغورلی شي:

د طبپوهانو په وينا په ګيلاس کې (فایبر، وټامن سي او پوټاشیم) په ډېره اندازه شتون لري چې دا مو له کينسر څخه په ژغورلو کې مرسته کوي، په ګيلاس کې انتی اکسايدونه هم شتون لري چې ستاسو له بدن څخه زهرجن مواد خارجوي.

کوليسترول کموي، خوب زياتوي او حافظه پیاوړې کوي:

داسې خو د ګيلاس ټول ډولونه د روغتيا لپاره ګټور دي، خو هغه چې توربخن رنګ لري د روغتيا لپاره ډېر ګټور دي،  چې حافظه مو پياوړې کوي، کوليسټرول مو راکموي او ژور خوب درلوي.