fbpx

استرالیا افغانستان ته نور سرتېري هم رالېږلي دي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اګست ۲۰۱۹ – د استراليايي رسنیو د وروستیو راپورونو له مخې دغه سرتېري په افغانستان او منځني ختیځ کې ځای پر ځای شوي دي او د شته تهدیدونو پر وړاندې به مبارزه کوي

د دې رسنيو د راپور له مخي اسټرالیا د افغانستان په ګډون منځني ختیځ ته ټول ۲۷۰ سرتيري ليږلي دي چې په افغانستان او منځني ختیځ کې به ډیر ژر فعالیت پیل کړي.

د استرالیا د د فاع وزیر هم ویلي دي، چې دوی دغه سرتيري په سيمه کي د موجوده تهديدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړی دي.

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې دنده پر مخ وړي.

دغه راز ویل کېږي یو شمېر استراليايي ځواکونه په افغانستان کې په جنګي جنایتونو هم تورن دي چې نړیوالو محکمو یې هم د جنایتونو بېلګې په خپلو راپورونو کې ځای پر ځای کړي دي.

استرالیا دمګړی په ټول منځني ختیځ او افغانستان کې تر ۱۰۰۰ پورې سرتېري لري.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د امریکایي ځواکونو د وتلو په اړه څرګندونې کړې دي. ده ویلي د سرتېرو د ایستلو لپاره مشخص وخت نه دی په ګوته شوی، خو امریکايي ځواکونه به له افغانستان وځي.

امریکا هغه هېواد دی چې له ٢٠٠٢ کال څخه تر اوسه پورې د افغانستان په امنیتي او دفاعي برخو څه دپاسه ٨۴ میلیارده ډالر لگولي او لاهم په افغانستان کې په زرګونه پوځیان لري.

Loading...