fbpx

په پاکستانې کې د سون او خوراکي توکو بیې لوړې شوي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اګست ۲۰۱۹ – د پاکستان اقتصاد وزارت رسنیو ته ویلي دي، چې په دې هېواد کې یې د دې لپاره د خوراکي او سون توکو بیې لوړي کړې دي چې د هېواد د اقتصادي ودې سره یې مرسته وکړي.

د پاکستاني چارواکو پر وینا، ښایي په نږدې وخت کې د سون او خوراکي توکو بیه نوره هم لوړه شي. د پاکستان یو شمېر اقتصادي کارپوهان هم په دې اړه اندېښمن دي او وایي،د سون او خوراکي توکو د بیو لوړېدو منځنۍ طبقه او بې وزله وګړي له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان کړي دي.

د دوی پر وینا، که دا کړنې همداسې دوام وکړي ښایي حکومت یې له نه جبرانېدونکو نتیجي سره مخ شي او روان وضعیت ته په کتو ممکن د ګرانۍ کچه تر ۱۳ سلنه پورې لوړه شي.

بلخوا د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو په هره جوړه شوې غونډه کې وایي، چې پاکستان له یو سخت اقتصادي بحران سره مخ دی او عمران خان ددې وړتیا نه لري چې پاکستان له دې عذابه خلاص کړي.

بلخوا له دې وړاندې عمران خان په یوې غونډه کې خپل ولس ته وویل: که چېرته ارزاني غواړئ، نو پاکستان به نور هم له نړیوالو قرضداره شي د ده پر وینا پاکستان اوس مهال ۱۳ سوه میلیارده له نړیوالو قرضداره دی. اود دې کنټرول همدا لار لري چې په هېواد کې یې ګراني رامنځته شي.

هغه خپل ولس ته داهم ویلي دي، که چېرته ګراني ونه زغمۍ نو دا ۱۳ سوه میلیارده قرض به نور هم لوړ شي، نو اوس دې ګراني پاکستانیان باید وزغمي.

عمران خان د دې شویو قرضونو پړه په تېر حکومت اچولې هغه وویل پخوانیو مشرانو بې ځایه مصارف کول چې د پاکستان اقتصادي وضعیت یې له سخت کړکېچن حالت سره مخ کړ ی دی، اوس قوم ته په کار ده چې سختي وکړي ترڅو وضعیت بېرته عادي نارمل حالت ته راشي.

Your SEO optimized title page contents