fbpx

افغان ځواکونو د ښځو په جامو کې يو طالب ژوندی نیولی

خبریال وېبپاڼه / ۳ اګست ۲۰۱۹ – تېره شپه ناوخته د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د غزني ولایت په قره باغ ولسوالۍ کې یو وسله وال طالب د ښځو په جامو کې نیولی دی.

د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې یاد وسله وال کس هغه مهال افغان ځواکونو نیولی دی، کله یې چې غوښتل له ښځینه کالیو په استفادې له سیمي وتښتي، خو افغان ځواکونو مخکې له مخکې ژوندی نیولی دی.

خبر پاڼه لیکي نیول شوي کس څخه درې میله وسلې هم افغان ځواکونو ترلاسه کړي دي، چې نوموړي وسله وال غوښتل په همدې وسلو د غزني په ښار کې هدفي وژنې وکړي.

د ولایتي ادارې پر وینا دغې وسله وال په غزني ولایت کې د هدفي وژنو ترڅنګ د وسله والو طالبانو پلان شوي بریدونه هم عملي کول چې تر ډیری یې ولسي وګړو ته ستونزې جوړې کړې وې.

له دې یوازې څلور ورځې وړاندې په هلمند ولايت کې هم پوليسو يو کس نيولی وو چې د ښځو له جامو په استفاده به يې د طلا ګلې په نوم په بازارونو کې غلاوې کولې او جنايي جرمونه ترسره کول.

د نیول شوي کس اصلي نوم صفت الله وو، چې په ځان يې د طلا ګلې ښځينه نوم ايښی و او هره ورځ به يې په لښکرګاه ښار کې د ښځينه جامو څخه په استفادې غلاوې او جنايي جرمونه کول.

د یادولو ده زياتره وخت وسله وال ترهګر د ښځينه و له جامو څخه ګټه پورته کوي، چې په دې لړ کې د کورنيو چارو وزارت ډېری کسان نيولي هم دي.

Your SEO optimized title page contents