fbpx

شمالي وزیرستان کې درې پاکستاني پوځیان هلاک شوي

خبریال وېبپاڼه / ۳ اګست ۲۰۱۹ – د خیبر پښتونخوا شمالي وزیرستان سیمه کې په یوه امنیتي پوسته برید کې درې پوځیان هلاک شوي او یو پوځي سخت ټپي شوی دی.

پاکستاني چارواکو یاده پېښه تایید کړې او وایي، چې دغه برید د شمالي وزیرستان د رزمک په ملکان نومي امنیتي پوسته نامعلومو وسله والو کړی دی.

د معلوماتو له مخې دغه پاکستاني پوځیان په یوې پوسته کې د څارنې په موخه سره راټول شوي وو چې ناڅاپه پرې وسله والو برید وکړ چې په نتیجه کې یې درې پوځیان هلاک شوي او یو سخت ټپي شوی دی.

د دغې برید مسوولیت په پاکستان کې د حزب الحرار په نوم یوې سخت دریځه وسله والې ډلې منلی دی، دغه راز دغې وسله والې ډلې پاکستاني رسنیو ته ویلي چې دوی به په راتلونکي کې هم په امنیتي ځواکونو بریدونو ته دوام ورکړي.

د دې برید یوه اونۍ وړاندې هم په شمالي وزیرستان او په بلوچستان کې د دوو وسله والو بریدونو په ترڅ کې ۱۰ پاکستاني پوځیان هلاک شوي وو او تر لسو پورې نور پکې ټپیان وو.

په دې وروستیو کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد د بریدونو لړۍ یو ځل بیا چټکۍ سره روانه ده چې پکې په لسګونو پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

Loading...