fbpx

سیګار په لومړي ځل امریکا په افغانستان کې ملامته کړې ده

خبریال وېبپاڼه / ۴ اګست ۲۱۰۹ ـ سیګار یا د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ادارې په افغانستان کې د امریکايي ملکي او نظامي چارواکو ځېنې کړنې ناسمې بللي چې په سبب یې په افغانستان کې ستونزې ډېرې شوې دي.

د سیګار وروستی راپور چې تر ډېره د افغان امنیتي ځواکونو په اړه دی، په کې راغلي دي چې  امریکا په افغانستان کې د امنیتي ځواک د جوړولو په برخه کې داسې یو مرکز جوړ نه کړ چې ټولې چارې وڅاري او همغږي رامنځ ته کړي او د دې ترڅنګ په افغانستان کې د امریکا ملکي او نظامي مامورینو هم له یو بل سره مناسبه همغږي نه درلوده.

د افغان ځواکونو د تجهیزولو په برخه کې هم د سیګار په راپور کې راځي چې امریکايي او افغان ځواکونو په دې برخه کې همغږي نه درلوده او درې نیم لکه افغان پوځ ته ۳۸ زغره وال امبولانسونه ورکړل شوي وو، حال دا چې په ۲۰۱۷ کال کې د ډېرو امریکايي ځواکونو په وتلو سره دوی خپل ۲۸۷ زغره وال امبولانسونه له منځه یوړل. که څه هم د امریکا کانګرس غوښتنه کړې وه چې دا نظامي وسایل باید له منځه یو نه وړل شي او د امریکا ستراتيژیکو ملګرو ته چې افغانستان هم په کې شامل دی، باید ورکړل شوي وای، خو امريکايي پوځیانو داسې و نه کړل.

د وسلو په برخه کې د سیګار موندنې ښيي چې افغان ځواکونه ته بې کیفیته وسلې او وسایل ورکړي شوي چې په ۲۰۱۸ کال کې کله چې طالبانو پر غرني حمله وکړه، دا مسله نوره هم ښکاره شوه.

د افغان ځواکونو په روزنې کې هم ګڼې ستونزې وې چې د سیګار په حواله د افغان ځواکونو د روزلو لپاره امریکا داسې یو شمېر داسې کسان هم ګومارلي و چې تر دې مخکې یې په بهر کې د روزنې تجربه نه درلوده، ځکه دوی د افغانانو ارزښتونه، لومړیتوبونه او اړتیاوې نه پېژندلې او په دې اړه یې په خپله روزنه کې پام نه ورته کاوه.

سیګار همدا ډول د امریکا متحده ایالات د یو ستراتيژیک ملګري په توګه د افغان ځواکونو لپاره د مرستو راټولو کې ناکام بولي.

خو پر امریکايي چارواکو د نیوکو سره ـ سره په دې راپور کې د افغان امنیتي ځواکونو وړتیاوې او لاسته راوړنۍ ستایل شوي دي.

که څه هم سیګار د افغان ځواکونو په لیکو کې فساد مني، خو بیا هم د راپور څېړونکي هیله من دي چې افغان ځواکونو کولای شي د افغانانو لپاره د یوه باثباته او سوله ایز ژوند په رامنځ ته کولو کې ګټور تمام شي.

سیګار داسې مهال امریکايي چارواکي په نظامي برخه کې نقد کړي دي چې یاد هېواد دا مهال له طالبانو سره د سولې په خبرو مصروف دی.