fbpx

ایا افغان لوبغاړي د ویست انډیزیانو په څېر د پیسو لپاره لوبه کوي؟

خبریال وېبپاڼه / ۴ اګست ۲۰۱۹ ـ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو په تېر نړۍ وال جام کې تر ټولو خرابې لوبې نندارې ته وړاندې کړې چې هېڅ تمه ترې نه کېده. د محمد نبي، راشد خان او مجیب الرحمان په څېر لوبغاړو چې په نړۍ والو لیګونو کې یې غوغا جوړه کړې وه، د افغانستان لپاره یې داسې بې خونده لوبې وکړې چې خلک یې هک حیران کړل، خو له نړۍ وال جام وروسته بیا هماغه لوبغاړي په لیګونو کې ښه ځلېږي او ښې لوبې کوي.

په تېر نړۍ وال جام کې تر ټولو ډېرې نیوکې په محمدنبي او راشد خان وشوې چې نه یې غوښتل ښې لوبې وکړي. دوی د ګلبدین نایب له کېپتانۍ سره مخالف وو او د نوموړي له ټاکل کېدو سره یې په ټويټر کې ولیکل چې ګلبدین باید په اوس وخت کې کېپتان شوی نه وای.

اوس پوښتنه دا ده، څنګه هغه لوبغاړي چې د انګلنډ په پیچونو کې یې د خپل وطن لپاره ښې لوبې و نه کړې، د انګلنډ په ويټالټي بلاسټ شل اوریز لیګ کې ښه ځلېږي؟ ایا له ګلبدین سره د لوبغاړو اختلاف سبب شوی و چې راشد او نبي ښې لوبې و نه کړي او که دا لوبغاړي د وېسټ انډیزیانو په څېر یوازې په لیګونو کې د پیسو لپاره ښه لوبه کوي، خو خپل وطن ته یې ملا ماته وي؟

که چېرې دوی له ګلبدین سره اختلاف هم درلود، په کار وه چې د وطن د نوم لپاره یې ښې لوبې کړې وای، خو دوی داسې و نه کړل. محمد نبي د نړۍ وال جام په ۹ لوبو کې ۱۰۷ منډې وکړې، خو د ويتالټي بلاسټ په ۶ لوبو کې یې ۱۳۱ منډې کړې دي، همدې لوبغاړي په نړۍ وال جام کې ۷۳ اوروبه ولوبول، ۳۳۵ منډې یې ورکړې او ۱۰ وېکېټې یې واخیستې، خو په اوسني لوبېدونکي شل اوریز لیګ کې یې په ۶ لوبو کې ۵ وېکېټي اخیستي دي.

د نړۍ وال جام بل ناکام لوبغاړی راشد خان و چې تمه ترې کېده طوفان به وکړي، خو نوموړی دا ځل د افغانستان لپاره لوبه ګټوونکی لوبغاړی نه و.

راشد د نړۍ وال جام په ۹ لوبو کې ۱۰۵ منډې جوړې کړي دي، خو د سوسېکس لوبډلې لپاره چې اوس د انګلستان په ويټاليټي بلاسټ سیالیو کې ورسره لوبېږي، په ۵ لوبو کې یې ۳۰ منډې کړې دي.

راشد په نړۍ وال جام کې ۷۲ اورونه ولوبول او ۴۱۶ منډې یې ورکړې، نوموړي په ټول نړۍ وال جام کې ۶ وېکېټې واخیستې او په څلورو لوبو کې یې هېڅ لوبغاړی هم اوټ نه کړ، خو د اوسني لیګ په هره لوبه کې یوه یا دوه وېکېټي اخلي.

که د افغان لوبغاړو هغه لوبې چې په نړۍ وال کې یې نندارې ته وړاندې کړې، له اوسنیو سوداګریزو لوبو سره پرتله شي، ځمکه او اسمان توپیر لري. دوی هغه خواري چې اوس په لیګونو کې کوي، د خپلې لوبډلې لپاره یې و نه کړه، د دوی خراب پروفارمنس و چې افغان لوبډلې بریا ته نېږدې لوبې وبایللې او ډېر افغانان یې سخت خفه کړل.

په پای کې دا وایم چې نبي، راشد او نور هغه لوبغاړي چې په لیګونو کې ښه لوبېږي او د وطن لپاره د زړه له تله لوبه نه کوي، پیسې به پیدا کړي، خو هغه مینه چې ولس ورسره کوله، بیا به یې و نه ویني.

لیکوال: عمران وطندوست

Loading...