fbpx

عبدالله: پولیس مسوول دي چې ټاکنو کې د درغلیو مخه ونیسي

خبریال وېبپاڼه / ۴ اګست ۲۰۱۹ – د افغانستان اجرایه رئیس نن د افغان پولیسو د همغږۍ په غونډه کې د خپلو خبرو پر مهال وویل، افغان ملي پولیس مسوولیت لري چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او په ټاکنو کې د مداخلو او درغلیو مخه ونیسي.

د اجرایه رئیس عبدالله عبدالله پر وینا د افغانستان ټولې امنیتي ادارې دې د ټاکنو د امنیت په تامین کې په پراخه توګه برخه واخلي او د یو مسوولیت له مخې دې د هغو کسانو مخه ډب کړي چې غواړي راتلونکې ټاکنې د بحران سره مخ کړي.

عبدالله عبداالله په خپلو خبرو کې زیاته کړه راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت سره ترسره شي او د ملي یووالي حکومت د ټاکنو تر سراوي ته ژمن دی.

اجرایه رئیس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې په هېواد کې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره پیل شوی کمپاین بېخي کم رنګه دی ،خلک هم د امنیتي ستونزو له کبله په ټاکنیزو مبارزو کې ګډون نه کوي.

خو د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب بیا وایي، افغان امنيتي ځواکونه په ټول توان هڅه کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ټاکنيزو مرکزونو او خلکو امنيت په پوره ډاډ سره ونيسي.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مسوولینو هم خبر ورکړی دی چې د ټاکنیزو مبارزو دا اعلان یې د امنیتي ځواکونو په ډاډ سره کړی دی او په راتلونکې کې به د خلکو امنیت خوندي وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون هم په ټولو کاندیدانو غږ کړی دی چې د خپلو کمپاینونو پر مهال دې د ټاکنیز کمپاین اوصول مراعت کړي او له سر غړونو دې ډډه وکړي.

د معلوماتو له مخې د ټاکنو خپلواک کمېسیون ټولو نوماندانو ته مشخصه کړنلاره ورسپارلې ده چې هغې ته په نظر دې خپل دوه میاشتینی کمپاینونه ترسره کړي.

د افغانستان راتلونکي ولسمشریزې ټاکنې ټاکل شوې د راتلونکې میزان میاشتې پر ۶مه نېټه تر سره شي.

Loading...