fbpx

چپرهار کې د درېو ښوونځیو د جوړولو چارې پيل شوې

خبریال وېبپاڼ / ۴ اګست ۲۰۱۹ – د ننګرهار ولايت په چپرهار ولسوالۍ کې د اقرا برنامې او ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د نږدې دولس ميليونه افغانيو په لګښت د دريو ښوونځيو د جوړونې چارې پيل شوې.

د ولایتي ادارې پر وینا ياد درې ښوونځي د اقرا برنامې او ولسي تړون له لوري د نږدې دولس میلیونه افغانيو په مالي لګښت د دريو مياشتو په موده کې په پنځه جريبه ځمکه کې جوړيږي.

د چپرهار ولسوال محمد صدیق دولت زي په خبره،
“دغه ښوونځي، چې په يو پوړ کې جوړيږي هر يو به شپږ اداري او درسي خونې ، اته تشنابونه، د پاکو اوبو څاه ګانې، احاطه او نور ملحقات ولري.

د سیمي خلکو او قومي مشرانو د ښوونځیو د جوړېدو په خبر خوښ دي او وایي، چې په دې سره به د چپرهار یو شمېر د زده کړو بې برخې ماشومان او ځوانان هم په زده کړو سمبال شي.

بلخوا سیمه ییزو چارواکو د دغې سیمې له اوسېدونکو څخه وغوښتل چې د ښوونځيو په جوړولو او ساتنه کې ور سره پوره پوره همکاري وکړي، ترڅو نوی نسل د علم په ګاڼه سمبال شي.

Your SEO optimized title page contents