fbpx

د ولسمشریزو ټاکنو سیالي، که یو بل ته سنګر نیول؟

ټاکنې د ولسواکو نظامونو هغه اساسي اډانه او پروسه ده چې له مخې یې د ولس استازي د خلکو د رایو په اکثریت ټاکل کېږي. په ولسواکو نظامونو کې د خلکو  پراخ ګډون او رای، کلیدي بڼه لري چې پرته له دې، دغه پروسه ولسواکه (ډیموکراټیکه) نه ګڼل کېږي. ولسواک نظام په ټاکلي موده کې د خلکو له لورې پر خلکو د خلکو په خوښه حکومت ته وايي او دا د حکومت هغه ډول دی چې ټول ولسونه پکې ځان شریک ګڼي او کولای شي له خپل حکومت څخه د نافذه قوانینو مطابق، د دوی د کړنو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

هغه دولتونه  چې د شفافو او رڼو ټاکنو په پایله کې رامنځته شوی وي، اړ دي د خپلو ټولو هغو چارو په اړه چې قانون ورته حدود ټاکلي، خلکو ته معلومات او د تېر حساب ورکړي، ځکه دا کار له یوې خوا پر دولت د خلکو باور پیدا کوي او له بلې خوا خلک هڅوي چې په راتلونکي کې داسې کسان د خپلو مشرانو او استازو په توګه غوره کړي، کوم چې د دوی د هوساینې او پرمختګ لپاره زېربنایي او  هراړخیزې عملي برنامې او پروګرامونه لري.

په افغانستان کې د تېرو څو لسېزو راوروسته  د ولسواک نظام تجربه د طالبانو د واکمنۍ تر ړنګېدو وروسته یو ځل بیا تجربه شوه او افغانانو وکولای شول د خپلو رایو پر بنسټ خپل ولسمشران انتخاب کړي، دغه بهیر لا دوام لري او د افغانستان د نافذه قوانینو پر بنسټ افغانان اړ دي په هرو پنځو کلونو کې خپل ولسمشران د ټاکنو له لارې انتخاب کړي.

دا مهال په هیواد کې د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو ترمنځ ټاکنیزې سیالۍ پیل شوي دي. د ولسمشرۍ راتلونکې ټاکنې د۱۳۹۸ کال د تلې/میزان په ۶مه نېټه ترسره کېږي چې د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په ګډون ورته ۱۸کسانو ځانونه نوماند کړي دي. د دغو نوماندانو له ډلې یې هر یو د خپل وس او توان په اندازه په بېلابېلو برخو کې افغان ولس ته خدمت کړی او یا یې هم په دې او هغې غولولي او تر یوې اندازې یې د ولس سترګو ته خاورې شیندلي دي.

دا چې په هېواد کې د ټاکنیزو سیالیو (کمپاین) وخت دی، نو د ولسمشریزو ټاکنو ډېری نوماندان د دې پر ځای چې ولس ته د خپلو برنامو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړي، د یوه او بل په برنامو نیوکې کوي او برعکس بیا خپلې برنامې ملي او ټول شموله او ځان تر نورو نوماندانو وطنپال، متعهد او مخلص ګڼي.

دغه راز د هر نوماند پلویان د خپل نوماند د برنامو په معرفي کولو او صفاتو کې له حده زیاته مبالغه او مدحه کوي چې ګویا د دوی نوماند (احمدیا محمود) تر نورو نوماندانو واقعي خدمتګار او سپیڅلی دی، خو برعکس د هیواد د تېرو ۴۰ کلنو ناخوالو پړه او مسولیت پر مخالف لوري وراچوي. دا هغه چاره ده چې د افغانستان د ملي یووالي او ثبات دښمنان ورڅخه ابزاري استفاده کوي او غواړي په دې بهانه د افغانستان د ورونو قومونو او ټبرونو تر منځ د نفاق او تربګنۍ زړي وکري.

راځئ ټول په شریکه د دښمنانو د دغې شومې موخې د شنډولو هڅه و کړو او د ټاکنیزو سیالیو (کمپاین) اصول او اخلاق په سمه توګه لکه څرنګه چې لازمه ده مراعات کړو. که څه هم سالمې او پر ځای نیوکې د هر هیوادوال حق دی نو راشئ په دغو ټاکنیزو منډو ترړو کې له خودغرضۍ څخه لاس واخلو، د یوه او بل سالمې او رغاونکې نیوکې په ورین تندي، پرته له دې چې بې ځایه او تند غبرګون وښایو واورو او د اړتیا پر مهال وړ او مناسب ځواب چې د یوه او بل شخصي حریم ته په کې سپکاوی نه وي شوی، ووایو.

د دې ترڅنګ افغان ولس باید د هيچا په تشو غوړو ژمنو او  شعارونو ونه غولېږي. دغه هر وخت غولېدلی ولس باید تېر ته فکر وکړي او د خپلې خوښې نوماند د تجربې، عمل، خدمت، نېکې سابقې تر څنګ د نورو وړ معیارونو له مخې غوره کړي. موږ ټولو ته دا ښايي چې د ولسمشرۍ کاندیدانو د شعار پر ځای د هغوی کارکردګۍ او سابقې ته نظر وکړو او له منځه یې داسې کس غوره کړو چې سبا یې پر ټاکلو پښېمانه نه شو.

دغه راز مه پرېږدئ چې د یوه چا تر نفوذ لاندې راشئ، د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال هم له چا سره د نوماندانو پر سر  خوا مه بدوئ، هر څوک د خپلو نوماندانو مدحې او صفت ته پرېږدئ، ځکه له هر کس او ناکس سره بحث او جنجال تاسې ته روحي ستونزې پیدا کوي او ستاسې شخصیت ته صدمه رسوي.

څرنګه چې رای یو امانت دی نو دغه امانت باید وړ اشخاصو ته ورکول شي؛ هغو اشخاصو ته چې د افغانستان په نافذه قوانینو کې  یې ټول اړخونه په واضح ډول تعریف او تشریح شوي دي، نه داسې چاته چې هغه د هیواد او ولس په زیان وي.

په پای کې باید ووایم چې ټاکنو ته قومي، سمتي، نژادي، شخصي او ژبنيزه بڼه ورکول د هېوادوالو او ولسواکۍ په حق کې ستر ظلم او خیانت دی. نو راځئ د ژبې، قوم، سیمې او شخصي معیارونو پرځای د پوهې او وطندوستۍ اصل په پام کې ونیسو، ترڅو د یوه روښانه راتلونکي ترڅنګ د سرلوړي او هوسا افغانستان خاوندان واوسو.

ليکوال : حمیدالله حبیبي

Loading...