fbpx

د معتصم اغاجان په اسلامي جمهوري امارت کې به څه حال وي؟

خبریال وېبپاڼه / ۵ اګست ۲۰۱۹ ـ ملا معتصم اغا جان د طالبانو د حکومت لوړپوړی چارواکی و چې له حکومت وروسته هم په دې ډله کې مهم کس بلل کېده او د ده د وینا له مخې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر و، خو نوموړی په پاکستان کې ټپي شو او وروسته د تداوۍ په مقصد له دې هېواده بهر شو. معتصم د درملنې په مهال په متحده عربي اماراتو کې ونیول شو چې وروسته ازاد شو. نوموړی اوس په کابل کې دی او له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې هم کتلي دي.

ملا معتصم اغا جان په دې تمه کابل ته راغلی چې سوله به وشي او دی به هم دلته پاتې شي، ځکه په دې وروستیو کې د سولې او راتلونکي حکومت د  ډول په اړه هم غږېدلی دی.

د ملا معتصم اغا جان نظر دا دی چې د جمهوریت او امارت د ارزښتونو د خوندیتوب لپاره باید د افغانستان د اسلامي جمهوري امارت په نوم یو نظام رامنځ ته شي چې هم طالبان او هم د اوسني نظام پلویان ورته خوشاله وي. نوموړی په ټاکنو کې باور نه لري او نور طالبان هم د ځان په څېر ګڼي، دلیل یې دا دی چې په عمومي ټاکنو کې د ټولو رایه یوه ډول حسابېږي چې دا ښه خبره نه بولي.

معتصم د امیرالمومنین په توګه د ملا عمر د ټاکلو په اړه وايي چې ۲۰۰۰ ملایانو بیعت ورسره وکړ او له هغه وروسته نوموړی امیر وټاکل شو، نوموړی د حکومتي مشرانو د ټاکلو لپاره اوس هم دا نسخه وړاندې کوي چې یوه شورا دې جوړه شي چې مشران وټاکي او عمومي ټاکنې دې نه کېږي.

پوښتنه دا ده چې طالبان ولې له ټاکنو وېره لري؟ ځکه دا ډله پوهېږي چې په ټاکنو کې بریا به ورته سخته وي، طالبان په مذهبي خم کې رنګول شوې یوه جنګي ډله ده چې د حکومت او سیاست کولو چلونه یې نه دي زده، له دنیا سره په ژبه نه پوهېږي، د ۲۱ پېړۍ اړتیاوې او لومړیتوبونه یې نه دي درک کړي او اوس هم هغه نسخې وړاندې کوي چې نور یې تاریخ تېر دی.

په اوس وخت کې د امارت جوړول داسې معنی لري، لکه یو سړی چې د سرطان ناروغي ولري، خو ډاکتر ته د تګ پر ځای سپېرکۍ او بادیان وخوري او کرار واړوي، په دې ناروغ که هر څه وشول، امارتي فکر یې ذمه وار نه دی.

دویمه خبره دا ده چې د افغانستان سیاستوال د طالبانو په ګډون په پوست کې پاک خلک نه دي، دوی د قدرت په سر هر ډول معامله کولای شي، نو که واک یوازې د څو کسانو په لاس کې وي، د دې احتمال شته چې واک بیا د طالبانو د نظام په څېر انحصاري شي او ملا شېرعلي حنیفي د روغتون مشر او ملا عبیدالله د دفاع وزیر وټاکل شي.

دریمه خبره دا ده چې د ملا معتصم اغا جان د جمهوري امارت نسخه د اچارو یو بوتل دی چې که جوړ شي، ډېر ژر به خوسا او بوی به یې ټوله دنیا ونیسي. دغه تجربه که څه هم د اوسني ملي وحدت د حکومت په نوم هم تجربه شوه، خو د جمهوري امارت سره یې لوی توپیر دا و چې د اوسني ملي وحدت حکومت چارواکي ډېر فکري او ايډیالوژیک اختلافات نه لري، خو طالبان بیا د خلکو په شخصیاتو، جامو او حتی په دې کې هم کار لري چې د نجونو او هلکانو ټولګي دې سره بېل شي.

نو دې ټولو مسایلو ته په کتو سره ښه دا ده چې طالبان راشي، له اوسني حالت سره جوړجاړی وکړي او که دا حالت يې خوښ نه وي، ټاکنو ته دې ودرېږي او کله چې په پاکو رایو ګټونکي شول، بیا دې پنځه کاله د خپلې خوښې حکومت وکړي. د افغانانو ستونزې د امارت په جوړولو نه حل کېږي، بلکې دوی داسې یوه نظام ته اړتیا لري چې خلک د وړتیا په اساس په کې د مسولیت او صلاحیت څښتنان شي، نه دا چې یوه ډله واک غوښتونکي، پرديپال، جاسوسان او قاتلان په کې د ټولو ملت په اړه پرېکړه کوي، خو ملت په کې د خپلې رایې له کارولو محروم شي. که طالبان په دې خاطر د ټاکنو مخالفت کوي چې د یوه عالم، یوه چرسي او یوه ناپوه رایه يو ډول حسابېږي، نو ټول ملت خو چرسي، ناپوه او فاسق نه دی. ټول چرسیان، ناپوهان او فاسقان خو رایې نه کاروي، دا ډول خلک په خپلې دنیا کې غرق وي او ټاکنې پېژني هم نه، نو په دې منطق باید ملت د رایې له کارولو محروم نه شي.

لیکوال: عمران وطندوست

Loading...