fbpx

په نړیوال سیریز کې افغان معلولینو بنګله دیش ته ماته ورکړه

خبریال وېبپاڼه/ ۶ اګست ۲۰۱۹ – تېر ماښام د انګلستان په کاری کایډرمنیسټر کرکټ لوبغالي کې د افغانستان معلو لینو لوبډلې د معلولینو د نړیوال سریز سیالیو په لومړۍ لوبه کې د بنګله دیش معلولینو ملي لوبډلې ته د اتو ویکټو په توپیر ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې د بنګله دېش معلولینو لوبډلې پچه وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه دوی په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره افغان معلولینو ته د ۱۳۹ منډو هدف وټاکه.

د افغانستان لپاره په توپ اچونه کې طفیل او جمیل درې -درې زبیر دوه لوبغاړي وسوځول او شیرین اغا بیا یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ټاکل شوی د ۱۳۹ منډو هدف افغان معلولینو ملي لوبډلې د دوه لوبغاړو په سوځېدو ډیر په اسانۍ سره پوره کړ او د نړیوال سیریز لومړۍ بریا یې هم په خپل نوم کړه.

د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې محمد اشرف ۸۱ ناسوځیدلې، جمیل ۳۸ او محمدالله ۱۶ زیاتې منډې جوړې کړې چې د هدف په پوره کولو کې ښه رول ولوبوه.

د لوبې غوره لوبغاړی هم محمد اشرف ونومول شو نوموړي د شپږو شپږیزو او ۸ څلوریزو پر مټ ۸۱ منډې جوړې کړې وې.

د یادولو ده د معلولینو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال نړیوال سیریز د کوربه انګلستان، پاکستان، بنګله دېش هندوستان او افغانستان ترمنځ پرون پیل شو.

افغانستان به د دې سیالیو په لړکې نن خپله دویمه لوبه له پاکستان سره ترسره کړي.

د یادولو ده افغانستان دې سیالیو ته په هند کې پوره یوه میاشت بشپړ چمتو والی نیولی وو.