fbpx

راشد خان: د معلولینو ملي لوبډله ریښتیني اتلان دي

خبریال وېبپاڼه / ۶ اګست ۲۰۱۹ – تېر ماښام د اګست په پنځمه نېټه په انګلستان کې د معلولینو ترمنځ نړیوال سیریز پیل شو، چې د پیلیدو سره سم د افغانستان د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د افغان معلولینو ملي لوبډلې د هڅونې او ملاتړ په موخه لوبغالي ته ورغلی وو او لوبغاړو ته یې په هېوادنۍ مینه او لوړ هوډ سره د لوبې کولو سپارښتنې کړې وې.

د بنګله دېش سره د سیالۍ وړاندې افغان ستوري راشد خان د معلولینو لوبډلې ټولو لوبغاړو سره خپلې مشورې شریکې کړې او افغان لوبغاړي یې ریښتیني اتلان یاد کړل د راشد د هڅونې سره سم د افغان معلولینو ملي لوبډلې په قوي هوډ او ارادې سره د بنګله دېش لوبډلې ته په لومړۍ سیالۍ کې په اتو ویکټو ماته ورکړه.

راشد خان د لوبې وړاندې افغان معلولینو ته وویل”
“کرکټ د لوړې حوصلې او تجربې لوبه ده څومره مو چې زده وي هغومره خواري میدان کې وکړئ، هڅه وکړئ چې مثبت کرکټ وکړئ او پایله د خوارۍ او قسمت په وجه ترلاسه کیږی”

د ملي لوبډلې لوبډلمشر راشد خان د افغان معلولینو ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته د کرکټ اړوند د ټولو لوبیزو توکو بيټ، ګلفز، پیډونو اوبوټانو. مرسته هم وکړه او لوبغاړو ته یې د هر ډول مرستې ډاډ هم ورکړ.

د معلولینو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال نړیوال سیریز د کوربه انګلستان، پاکستان، بنګله دېش هندوستان او افغانستان ترمنځ پرون پیل شو.

افغانستان به خپله دوهمه لوبه د پاکستان خلاف نن د ورځې په اوږدو کې ترسره کړي.

راشد خان هم دا مهال په انګلستان کې د دې هېواد په تجارتي لیګ ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې د محمد نبي او مجیب الرحمان ترڅنګ لوبېږي.

Loading...