fbpx

ملګري ملتونه: هند او پاکستان دې د کشمیر په اړه له زغم کار واخلي

خبریال وېبباڼه / ۶ اګست ۲۰۱۹ – ملګري ملتونه وایي چې هند او پاکستان دې د کشمیر په سر د هر ډول زغم او صبر څخه کار واخلي.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن ډوجیرک ویلي چې د کشمیر د وروستۍ کړکیچ په سر دې دواړه هېوادونه پاکستان او هند له زغم کار واخلي، د نوموړي پر وینا ملګري ملتونو یاده موضوع جدي نیولې او له نږدې یې څاري.

ملګري ملتونه وایي د اړتیا په صورت کې په دې مسئله کې مستقیمه مداخله کوي او د حل لارې چارې به ورته لټوي، دوی له هند او پاکستانه وغوښتل چې تر هغې دې هیڅ عکس العمل د یو بل پر وړاندې څرګند نه کړي.

پرون د هند حکومت د دوی تر ولکې لاندې د کشمیر په اړه د اساسي قانون ۳۷۵ مه ماده چې له مخې کشمیر ته ازادي او خپلواکي ورکړل شوې وه له منځه یوړه دې مسئلې په پاکستان کې غبرګونونه وپارول او له همدې امله یې کشمیر ته پوځيان واستول.

د هند د اساسي قانون د ۳۷۵ مې مادې له مخې د هند تر ولکې لاندې کشمیر چې د هند او پاکستان ترمنځ د پولي ترڅنګ یوه خپلواکه ازاده سیمه بلل کېدله، اوس د دې مادې د لېرې کولو وروسته به یاده سیمه د هند یو ایالت بلل کېږي.

دغه راز هند تر خپلې ولکې لاندې کشمیر ته په زرګونه نور هندي ځواکونه لیږلي دي او د احتمالي برید له ویرې یې په زرګونه هندي او بهرني سیلانیان رسمآ له یادې سیمې ویستلي دي.

د هند حکومت د دوی تر ولکې لاندې د کشمیر په سیمه کې په عامو ځایونو کې په غونډو بندیزونه لګولي، دغه راز یې ښوونځي هم رخصت کړل او پر ټیلیفوني شبکو او انټرنېټ باندې یې هم محدودیتونه لګولي دي.

کشمیر یوه مسلمان مېشته او ښکلې سیمه ده چې هند او پاکستان یې پر سر دوه ځله جګړه کړې ده.

هلته دا مهال حالت ترینګلي دي او یوځل بیا د پاکستان او هند ترمنځ د جګړې او تاوتریخوالي ویره شته.