fbpx

استرالیا په افغانستان کې د خپلو پوځیانو جنایتونه څیړي

خبریال وېبپاڼه / ۶ اګست ۲۰۱۹ – نن یو شمېر بهرنیو مهمو رسنیو خبر ورکړی دی چې په دې وروستیو کې د استرالیایي پوځ مهم او لوړ پوړي چارواکي افغانستان ته په سفر راغلي تر څو د استرالیايي ځانګړو ځواکونو د جنګي جنایتونو په تړاو له عیني شاهدانو سره وګوري.

څه وخت وړاندې د جرمونو نړیوالې محکمې د دې ځواکونو په تړاو یو راپور خپور کړی وو، په هغې راپور کې راغلي وو، چې استرالیایي ځواکونو په افغانستان کې په بې رحمانه ډول عام وګړي شهیدان کړي دي او ورته نورو جنایتونو کې یې هم لاس درلود.

په راپور کې راغلي وو، چې د استرالیا ځانګړو ځواکونو په ارزګان او نورو ولایتونو کې په شپنیو ړندو بمباریو او عملیاتو په ترڅ کې ان په خوب ویده افغانان په نښه کړي وو چې هرې کورنۍ ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې وه.

د دې جنایتونو ترڅنګ اونۍ وړاندې هم د استرالیا حکومت د افغانستان په ګډون منځني ختیځ ته ټول ۲۷۰ سرتيري راليږلي دي چې په افغانستان او منځني ختیځ کې به ډیر ژر فعالیت پیل کړي.

د استرالیا د د فاع وزیر هم ویلي وو، چې دوی دغه سرتيري په سيمه کي د موجوده تهديدونو د مخنیوي لپاره ځای پر ځای کړی دي.

د معلوماتو له مخې په افغانستان کې استرالیايي ځواکونه د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې دنده پر مخ وړي.

استرالیا دمګړی په ټول منځني ختیځ او افغانستان کې تر ۱۰۰۰ پورې سرتېري لري.