fbpx

بګرام کې کوچیانو ته د څارویو خوراکي توکي او درمل ورکړل شو

خبریال وېبپاڼه / ۶ اګست ۲۰۱۹ – د پروان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي د دې ولایت د بګرام ولسوالۍ پر ۱۰۰ تنو مالدارو کوچیانو د څارویو مهم متوازن خوراکي توکي او د دغو مالدارو کوچیانو د مالونو خوندي کولو په پار د پرازیت ضد درمل وېشلي دي.

د پروان دکرنې ریاست د مسوولینو پر وینا، چې په دې پروګرام کې پر ۱۰۰ مالدارو کوچیانو پنځه زره کیلو د څارویو متوازن خوراکي توکي او د څارویو د داخلي پرازیت ضد درمل هم وېشل شوي دي.

د یاد ریاست د مسوولینو پر وینا د څارویو دغه مهم خوراکي توکي او درمل د پروان د کرنې ریاست د هلو ځلو په ترڅ کې د « CLAP » پروژې له خوا چمتو شوي وو ترڅو د څارویو د خوندیتابه کچه لوړه کړي.

د مسوولینو پر وینا له ناروغیو سره د مبارزې په موخه یاد درمل وېشل او ترڅنګ یې متوازن خواړه له یوې خوا د څارویو په منځ کې د وژونکو ناروغیو د خپراوي مخه نیسي او له بلې خوانه د څارویو په منځ کې د تولید کچه هم لوړوی.

له دې وړاندې د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ او ولسواليو کې په لومړي ځل له هغه کوچیانو سره د ۵۲۶ ټنه حیواني خوارکي توکو مرسته وشوه، کوم چې وچکالي ځپلي وو.

په ورته وخت کې کوچیان که څه هم خوښ دي، خو وايي چې دغه مرسته يې د حیواناتو ژوند نه شي ژوغورلی او باید نورې مرستې هم ورسره وشي.