fbpx

افغان سوله او د کشمیر کشاله

ليکوال: د.زرمت

دهندوستان او پاکستان ترمنځ د کشمیر کشاله د پاکستان د جدا کیدو له وخته را منځته شوه او تر دې دمه یې د پاکستان او هند ترمنځ د خپل منځي جګړو اصلي لامل همدا کشمیر دی. هند جمو کشمير د ځان بولي او پاکستان يې هم ادعا لري.

سوال دادی چې ولې هند په داسې اساس وخت کې چې افغانستان کې د سولې پروسه نهایي کیږي په کشمیر کې د خپل  قانون ۳۷۰مه ماده او ۳۵ مه ماده د يو فرمان په ذريعه لغوه کړې؟

دغه سوال ته په کتو لومړی دا مادې ځوابوم چې دا څه شی دي؟

۳۷۰ مه ماده:

دهند او پاکستان د تقسیم په وخت د کشمیر حاکم لومړی داسې فیصله وکړه چې جمو کشمیر به خود مختاره وي مګر وروسته پدې راضي شوه چې په مشروط ډول به دهندوستان سره یوځای وي.

چې پدې توګه د هند په قانون کې ۳۷۰ مه ماده  د شیخ عبدالله او جواهر لال نهرو د پنځه میاشتو د سلا او مشورو نه وروسته داسې ولیکل شوه چې جمو کشمیر ته خاص اختیارات ورکول کېږي او هغه  قانون چې د هند په نورو ایالاتو باندې نافذ دی کشمیر ورنه مستثنا دی.

جمو کشمیر به خپل قانون او خپل بیرغ ولري، پدې ماده کې د دفاع ، مواصلاتو او خارجه چارو نه علاوه نورو اموراتو کې د هندوستان پارلمان او مرکزي حکومت لاسوهنه نشي کولى مګر د کشمیر حکومت د توافق پر اساس.

هند په ۳۶۰ ماده کې ویلي چې په اظطراري ډول هند کولی شي چې په کوم ایالت کې یا ټول هند کې مالیاتي اظطراري حالت نافذ کړي مګر د ۳۷۰ مې مادې پر اساس کشمیر مستثنی ګڼل شوی.

۳۵ مه ماده:

د جمو کشمیر اوسېدونکي به د کشمیریانو په نوم پېژندل کیږي، نه د هندیانو په نوم، ددې مادې پر اساس د کشمیر خلک به خپل خاص کشمیري هویت ولري.

دهند خلک په جمو کشمیر کی جایداد نه شي اخیستلی او هم په دفترونو کې کار نشي کولی، دا صرف د کشمیريانو حق دی.

دهند نوي فیصله:

هندوستان حکومت چې د هند جنتا ګوند  یې اوس مهال پرمخ بیایي نریندرا مودي د قانون ۳۷۰ مه ماده او ۳۵ مه ماده د يو فرمان په تصويب سره ختمه کړه او وزیر داخله امت شا دا اعلان د هند په پارلمان کې وکړ.

ددې فیصلې وروسته به جمو کشمیر په دوه ایالاتو تقسیمیږي.

۱- جمو کشمیر

۲- لداخ

جموکشمیر او لداخ به د مرکزی حکومت دهلي سره وصلیږي. جمو کشمیر به ځانته ایالاتي پارلمان ولري مګر په لداخ کې ایالاتي پارلمان شتون نه لري.

ټول هغه قوانین چې د هند په نورو ایالاتونو باندې پلي کېږي په کشمیر باندې به هم پلي کیږي د هند بیرغ رسما کشمیر کې پورته کیږي.

لنډه دا چې کشمیر کې خاص اختیارات ختم او د دهلي د حکومت لاندې به کار مخته وړي.

امت شا د هند وزیر داخله وایي چې د امنيتي مشکلاتو او د سرحد بلې خوا ته د تروریزم د کنترول پر بنیاد یې دا ګام پورته کړی دی.

د پاکستان عکس العمل:

پاکستان خورا بده منلې چې هندوستان حکومت جمو کشمیر رسما د دهلي برخه ګرځولې ده . اوونۍ مخکې د پاکستان صدراعظم عمران خان د سفر له موخو څخه یوه دا وه چې رسما يې د امریکا ولسمشر ټرمپ نه غوښتنه وکړه چې د جمو کشمیر مسله کې د درېيمګړي رول ولوبوي.

د پاکستاني چارواکو عکس العملونه ساعت په ساعت را روان دي او د پاکستان ولسمشر په ملل متحد غږ کړی چې د هند دا کار د ملل متحد د قانون خلاف کار دی او هم یې د برطانیې د حکومت دفاعي چارو مسول سره تماس نیولی دی او د مالیزیا ولسمشر سره يې تلیفوني خبرې کړیدي.

له افغانستان سره د کشمیر مسل تړاو:

خلیلزاد تر پرونه پورې په دوحه کې د طالبانو سره د سولې په خبرو بوخت و او دا د امریکا او طالبانو ترمنځ اتم پړاو خبرې دي. هند د طالبانو په رضایت او سوله باندې په باطن کې راضي نه ښکاري مګر په ښکاره ډول کوم خاص عکس العمل نه لري.

هند ویره لري چې د افغان سولې وروسته به د کشمیر امنيتي مشکلات نور هم زیات شي؛ ځکه افغان حکومت څو ځلې ویلي دي چې طالبان د پاکستان لخوا تمویلېږي. اوس چې طالب د افغان حکومت سره یوځای شي، نو د پاکستان اثر او رسوخ به افغانستان کې تر یو څه حده کم شي .

پاکستان په یو وخت کې په څو جبهاتو کې نشوای جنګېدلی اوس به دوباره کشمیر ته توجه ورکړي.

همدا ویره وه چې هند په خورا اساس وخت کې جمو کشمیر کې تغیرات راوستل دا تغیرات به پر افغان سوله او خاصه توګه په بین افغانی مذاکراتو ژور اثر ولری . هند کولی شول چې د افغان سولې نه وروسته دا کار وکړي مګر داسې یې ونه کړل.

خلیلزاد د دوحې غونډه خپل تخنېکي ټیم ته حواله کړې ده او خپله هندوستان ته په عاجل سفر تللی دی، تر څو د هند له چارواکو سره وګوري او د سيمې په مهمو مسایلو خبرې وکړي او د افغان سولې اړوند د هند مخې ته پراته ګواښونه وڅېړي او هند ته ډاډ ورکړي.

Your SEO optimized title page contents