fbpx

د برتانیې د تاريخ تر ټولو کم وخت زنداني

د برتانيې به تاريخ کې يو مجرم ته تر ټولو کوچنی بند ورکړل شو، يوازې (۵۰) دقيقې په زنداني کړل شو.

(۲۳) کلن (شين) د برتانيې يوې مغربي سيمې (سمرسېت) څخه دی، چې د غصې په حالت کې يې د يو ګاونډي د کړکۍ شيشه په جارو ووهله او ماته يې کړه. کله چې پوليس سيمې ته ورسېدل، نو نوموړی له دغه ځايه وتښتېد.

دا پېښه د می مياشتې پر (۳۰)مه نېټه وشوه، چې پر نوموړي املاکو ته د زيان اړولو، پر عسکرو د بريد کولو او له ځايه د تښتېدو تورونه لګېدل، چې وروسته محکمې ته وغوښتل شو.

د نوموړي ملګري (کينت بيل) ويلي و چې (شين جينکنس) لومړی ناوړه ژبه وکاروله، بيا يې په تلو تلو کې راته ګواښونه وکړل او وروسته يې زما د کور شيشه په جارو ووهله او ماته يې کړه، تر دې وروسته عکس سهار درې نيمې بجې له هغه څخه پلټنه وکړه، نو پوليسو ته يې ديکه ورکړه او له هغه ځايه وتښتېد.

تر دې وروسته يې نوموړی هلک په ډېر مشکل سره ونيوه او محکمې ته يې راوست، چې هلته يې پر خپل جرم اعتراف وکړ، قاضي پوليسو ته وويل چې تورن کس ونيسي او يو قلم کاغذ ورته ورکړي تر څو له ملګري ملګري په ليکنۍ بڼه بښنه وغواړي، بيا دې همدا ليک د محکمې په مخکې ولولي.

شين نومي شخص خپل کاروباري ملګري ته بښنليک وليکه او بيا يې د محکمې په مخکې ولوست، چې ليکلي يې و: ((ما ستا د کور د کړکۍ شيشه ماته کړې ده، زه له دې امله بښنه غواړم، ما يوه احمقانه کار وکړ، ما تا ته زيان اړول نه غوښتل، خو دا کار راڅخه په غصه کې وشو، زه پر خپلو کړنو پښېمانه يم او د زړه له کومي بښنه غواړم.))

هغه په دې ليک کې دا اعتراف هم وکړ چې د نشې په حالت کې و او دا تېروتنه يې وکړه، په دې ټول بهير (۵۰) دقيقې ولګېدې او تر دې وروسته يې (شېن) ته د (۸۰) ساعتونو ټولنيزو خدماتو د کولو وروسته ازادي ورکړه.

Loading...