fbpx

طالبانو د ټاکنو ګډوډولو ګواښ کړی

خبریال وېبپاڼه / ۶ اګست ۲۰۱۹ – طالبان وایي د ټاکنو پروسه یوازې د خلکو سترګو ته خاورې شیندل او د عامه ذهنیت تیرایستل دي، دوی ټاکنې نمایشي او د بهرنیانو لوبه بللې ده او خلکو ته یې د نه ګډون سپارښتنه کړې ده.

د وسله والو طالبانو له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، بهرني ځواکونه د هیواد په ټولو چارو واکمن دي، د دوی پر وینا د ټاکنیزې پروسې اکمالات، رهبري، نظارت او نهایي پریکړي د بهرنیانو په اختیار کې دي او په کابل کې د بهرنیو سفارتونو لخوا يې وخت په وخت څار او لارښوونه کیږي، نو له همدې امله به پرې پراخ بریدونه وکړي.

وسله وال طالبان په اعلامیه کې وایي، د سولې له خبرو سره هممهاله ځینې سیاسي ډلې او اشخاص د خپلو هوسونو لپاره پر نمایشي ټاکنو ټینګار کوي او غواړي په غیر مشروع توګه ځان په واک کې وساتي.

په اعلامیه کې وړاندې راځي چې ټاکنې په ټول هېواد کې نه شي ترسره کېدلی، د (۲۰۱۴) کال په شان یوه تېر ویستونکې پروسه ده دوی وایي، د ټاکنو واک له افغانانو سره نه دی، د افغانانو خوښې ته ارزښت نه ورکول کېږي، حکومت فاسد دی، ټاکنیز کمیسیونونه د تمویل کوونکو خبرې مني، نه د افغانانو نو ځکه یې دوی مخالف دي او په پوره توان یې مخنیوی کوي.

وسله والو طالبانو خپلو غړو ته سپارښتنه کړی چې په ټول هېواد کې دې د کمپایني غونډو ، پروګرامونو مخه ونیسي او اجازه ور نه کړي چې خلک په ټاکنیزو فعالیتونو کې برخه واخلي.

وسله والو طالبانو هم په ټولو افغانانو غږ وکړ چې له روانو ټاکنیزو فعالیتونو لرې اوسې ځکه ښایي ددوی په پراخو بریدونو کې ورته زیات تلفات واوړي.

طالب مشرانو پر ټولو هغو بهرنیو اړخونو هم غږ کړی کوم چې د انتخاباتو پروسې څخه ملاتړ اعلان کړی دی دوی یادو هېوادونو ته په په خطاب کې ویلي، په دې برخه کې بې ځایه مصارف په غاړه مه اخلۍ، بلکې د دې پر ځای د سولې په لاره کې انرژي او منابع په کار واچول شي، ترڅو په ريښتوني بڼه افغانستان ته خدمت تر سره شي.

بلخوا د طالبانو تر خبرداري وروسته د ټاکنو کمیسیون وایي حکومت دې د ټاکنو امنیت خوندي کړي دوي ویلي چې د ډموکراټیکو پروسو د امنیت خوندي کول د حکومت مسوولیت دی او حکومت باید د نوماندانو، رایه ورکوونکو او د ټاکنو کمیسیون د اړوندو ټولو کارکوونکو امنیت خوندي کړي.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ ټاکنې د راتلونکې تلې (مېزان) میاشتې په شپږمه نېټه ترسره شي.