fbpx

ننګرهار د نا امنۍ ښکار

لیکوال : عزت الله مصمم

ننګرهار ولايت د افغانستان يو له هغو ولاياتو څخه دى چې د مرکزي حکومت لپاره د عايداتي سرچينو په برخه کې د ملا تير ګڼل کېږي، خو د نا امنۍ او يو شمېر تروريستي پېښو د مخنيوي په موخه يې مرکزي حکومت تر دې دمه هيڅ ډول غم نه دى خوړلى، ننګرهار ته د ولسمشر محمد اشرف غني په دوره کې دا پنځم والي دى چې بدلېږي خو نا امنۍ او تروريستې پېښو کې هيڅ ډول کموالى نه دى راغلى.

په تېرو څو مياشتو کې په ننګرهار ولايت جلال اباد ښار داخل کې داسې نوې نوې پېښې رامنځته شوې چې عام ولس يې هيڅ ډول تصور هم نه شي کولاى، د ښار په داخل کې د پوليسو وژنه، د مسجد په داخل کې د پوليسو وژنه، د ترافيکو وژنه او دې ته ورته نورې ډېرې مرګونې پېښې رامنځته شوي، له دې سره سره د يو شمېر شتمنو هېوادوالو ژوند ته هم خطرې پېښې شوې چې ترټولو ښه بېلګه يې د انعکاس تلويزیون د مشرتابه د ترور پېښه وه، تر هغې وروسته ډېرى شمېر نور هېوادوال هم د ورته پېښو شاهدان دي چې د هغوى له جملې ځينې ډاکټران ترور او د پيـسو په مقابل کې بېرته راخوشې شول.

خو څو ورځې وړاندې يو ځل بيا چې د ١٣٩٨ لمريز کال سرطان مياشتې د ٢٠ مې نېټې سره سمون خوري د پنځم واټرپمپ ترڅنګ په درېيمه ناحيه کې حاجي محمد انور د غاټول زوى د ننګرهار مستوفيت د تادياتو عمومي مدير ، د سهار لمانځه لپاره د مسجد په لور روان و، د يو شمېر نا پېژانده وسله والو له خوا وتښتول شو، د يادې پېښې په تړاو امنيتي مسولين په جريان کې دي خو تر دې دمه کومه لاسته راوړنه نلري وايي چې موږ خپلې هڅې کوو چې تر هرڅه لومړى د نوموړي موقعيت پيدا کړو او بيا خپلې چارې مخ ته يوسو. ياده دې وي چې د حاجي محمد انور کورنۍ له هيچا سره شخصي دښمني نه لري او وايي چې تر دې وړاندې هم موږ ته چا هيڅ ډول اخطار نه دى راکړى، مګر نوموړې پيښه په تصادفي شکل رامنځته شوې او تر دې مهاله يې هيڅ ډول معلومات نه دي ترلاسه کړي.

دا پېښه یواځنې پېښه نه ده، ډیرې نورې پېښې هم هره اونۍ په دغه ولایت کې رامنځته کیږي ، خو له رسنیو پټې پاتې کیږي.

Your SEO optimized title page contents