fbpx

ډيل سټين له ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړه

د نړيوال کرکټ وتلې څهرې او د جنوبي افريقا تېز توپ اچوونکي (ډيل سټين) له ټېسټ سياليو سره مخه ښه وکړه، هغه د جنوني افريقا لپاره د ټېسټ سياليو تر ټولو بريالی توپ اچوونکی و.

ډيل سټين اوسمهال (۳۶) کلن دی، چې (۹۳) ټېسټ سياليو کې يې (۴۳۹) وېکټې ترلاسه کړې دي، چې په لنډه تېره موده کې يې د يو بل افريقايي بالر (شان پولک) ريکارډ مات او د جنوبي افريقا لپاره يې په ټېسټ سياليو کې د ډېرو وېکټو اخيستلو ريکارډ په خپل نوم کړ.

ډيل سټين تېره ورځ له ټېسټ سياليو د استعفا پر مهال وويل، زه د کرکټ له دې بڼې (ټېسټ) څخه استعفا کوم، چې زما ډېر خوښېږي، ټېسټ سيالۍ د کرکټ تر ټولو زړه راښکوونکې بڼه ده، دا ستاسو بدن، ذهن او احساس ازمايي.

هغه وويل چې دا راته ډېره حيرانوونکې ده چې نور به ټېسټ سيالۍ نه کوم، خو تر دې به راته دا ډېره حيرانوونکې وي چې بېخي کرکټ ونه کړم، خو بيا هم غواړم پر شل اوريزو او يوه ورځنيو سيالیو ډېر تمرکز وکړم، تر څو تر ډېره له کرکټ څخه خوند واخلم.

هغه د خپلې کورنۍ، ملګرو، جنوبي افريقا کرکټ بورډ او نورو لوبغاړو مننه وکړه چې د ده د لوبيز ژوند ملاتړ يې کړی.

ډيل سټين دا ريکارډ هم جوړ کړ چې له (۲۰۰۸) کال راهيسې تر (۲۰۱۴) کال پورې د (۲۶۳)اوونيو لپاره د ټېسټ سياليو په نړيواله درجه بندۍ کې په لومړي مقام پاتې شو.

هغه په (۲۰۰۸)م کال کې د ای سي سي له لوري د کال غوره ټېسټ سيالیو لوبغاړي ايوارډ هم وګاټه او همدا شان په (۲۰۱۳) کال کې يې د کال (وېزډن کرکټر) ايوارډ وګاټه.

يو وخت داسې برېښېده چې ډيل سټين به په ټېسټ سياليو کې ډېر نړيوال ریکارډونه په خپل نوم کړي، خو په (۲۰۱۶)م کال کې له اسټراليا سره د سيالیو پر مهال ټپي شو او تر (۱۴) مياشتو يې ټېسټ کرکټ ونه کړای شو.

د هندوستان پر وړاندې يو ځل بيا ټېسټ سياليو ته راغی، خو بيا هم د ټپونو ښکار شو او تر (۲۰۱۸) پورې يې د ټېسټ څخه بې برخې شو.

هغه د تېر نړيوال جام لپاره هم د جنوبي افريقا په لوبډله کې شامل شوی و، خو د هندوستان پريمير ليګ پر مهال يې يو ځل بيا اوږه خوږ شوه او له نړيوال جام څخه وويستل شو.

ان تر دې چې له ټپونو تنګ شو او له ټېسټ سياليو يې استعفا ورکړه.

Your SEO optimized title page contents