fbpx

يوه يادونه او له خاطرو څخه يوه خاطره

ليکواله: نګين کرګر

نږدي شل کاله پس بيا کابل ته ولاړم، د ډار، ترهې او وارخطايۍ سره ورسېدم،  احساس مې ناارامه وو. په غوږونو کې مې د ډزو اوازونو او  د توغندیو د ویشتلو غږونو يو وار بيا بنگار پيل کړ. له ځانه مې وپوښتل : ايا زه د کوم ځاى او د کوم هيواد يم ؟ زما اصلي کور چيرې دى ؟ خو له کومه وخت راهيسې چې ما کابل پرې ايښي وو او ترې تللې ووم، نو په درې ملکونو کې واوسېدم، په يوه هيواد کې مې هم ځان د هغه هېواد نه دى گڼلې. په يوه هيواد کې د لږ وخت له پاره پاتې کيدل له ځانه سره او له خپل باطن سره يوه شخړه ده، کيداى شي ډير افغانان داسې ونه انگېري او داسي احساس ونه کړي،  کيداى شي ځينې کسان دويم ملک خپل کور او هېواد وبولي، خو دا به البته زما د نارامه احساس يوه برخه وي، او تش زما په اروا کې به غزونې کوي.

د کابل په هوايي ډگر کې مې ډول ډول کسان وليدل، چا يو ډول جامې اغوستې وې چا بل ډول، ان دا چې ځينو مکتبي نجونو غټ غت تور ټيکري پر سر کړي وو.  ما هم له ‌‌‌‌‌‌ډیر ‌‌‌‌‌‌ډار نه عربی حجاب په ځان کړی و.

بهرنيانو را څخه وپوښتل چې دا ټيکری څرنگه په سر کړم، چې له سره  ونه لويږي، بيا مې هغو ته هم د ټکري په سر کولو يا د ټيکري د تاوولو تکنيک وروښوده، د يوى ښځې لوړ غږ او اواز را پورته شو، را ته وبريښيده  چې په الوتکه کې ورته کوم سړي نيغ نيغ کتلي و، په لوړ غږ يې د ښځو د حقونو نارې ووهلي،  په ايرانۍ لهجه يې خبرې کولې، هيڅ چا ورته څه ونه ويل ټولو پرې وخندل ما له ځانه وپوښتل  چې ايا د ښځو د حقوقو له پاره دا ځاى مناسب دى  چې غږ ورته پورته شي، دلته گوندې ښځي په انسانانو کې شمېرل کېږي؟

زه او زما ژوند شريکى دواړه سره پوه او په  خندا شو چې د طلوع تلويزيون هغه کميډي صحنه مې مخې ته ودريده چې زما د خوښې کميډین د شبکه خنده نه یې په ‌‌‌‌‌‌ډیر هنر تمثیلوې ، ما ته را یاد شو چي دلته د ښځو پزې اوغوږونه پرې کيږي  او د چا خبره چې بيا امريکايان ورته پلاستيکي پزې ايږدي ۔

دلته د نادیه انجمن غږ خفک کیږې او رخشانه سنګساریږې.

له هوايي ډگره را ووتلم، ډيره گڼه گوڼه وه، د کابل سړکونه د خلکو، کراچيو، ځوانو هلکانو او انجونو څخه ډک وو، د گاډو خو هيڅ لاره مالومه نه وه، يوې خو ا ته غريب او بيوزلي ليدل کيدل  او بلي خوا مرمۍ ضد گاډي چې پر هر يوه د يوه وارلارد يا جنگ سالار عکسونه لگيدلي وو، يو وار بيا را په ياد شول چې  زيبا شکيب (يوه ليکوالې ) ولې د خپل کتاب نوم (افغانستان ته خداى يوازې د ژړا له پاره راځي) ايښى دى.

خو ما ډېر زيات بدلون وليده په هر واټ او سرک کې  د يو جنگ سالار عکس وو، دا هغه جنگ سالاران وو چې کابل ته را ننوتل او په څو ورځو کې يې  د کابل ښار په يوه کنډواله بدل کړ او ان د کانکرېټ لاندې د اوسپنو کيبلونه په ټانکونو پورې وتړل، کش يې کړل او ټوټه توټه او په پاکستان کې يې وپلورل، څنګه یې زمونږ د کور برېښنا څراغونه د بریښنا لینونه د بېخ نه قيچي کړي وو.

څنګه یې زمونږ بړستنې او توشکې په چړو وهلې وې او زما د پلار کتابونه چې مونږ به اوونۍ کې یوځل ترې ګرد پاکوه تالا والا کړي وو.

د ا هغه جنگ سالاران وو چي زما داوسيدو  دبلاک نه چې دناهيد  شهيد بلاک مالوميده د هغوې په کور ننوتل  چې عزت يې ورته لوټ کړي  خو هغې دخپل عزت اوشرف دخوندي کولو له پاره دمکروريانو دپنځم منزل نه ځان را گوزار کړ  اومړه شوه ۔

موږ په سترگو بيا هره ورځ هماغه کړکۍ ليدله ۔ داسې دډيرو ناهيدانو شرف پايمال شو  داسې ډېري ناهيدې يې ووژلي  ، ویتښتولې ، ډزې يې پرې وکړې  چې گويا ټيکري يې سم نه دى اغوستى ۔ دا هغه جنگ سالاران وو چې هره کورنۍ يې دخپل کور څخه بيځايه کړه  ، هره کورنۍ یې د تورخم په لور روانه کړه ، هلته یې د ګلخانانو د بزنس زمینه برابره کړه ، چې ګلم جمو ته کورونه په قیمته بیه په کرایه ورکړې.څنګه دې ټوپکمارودا خلک په کمپو کړل چې نړیوالو خیرات ته کینې.

اوپه پاتې خلکو یې داسې بمونه اوراکټونه يى واورول  لکه  چې په کومه دښته کې چې ږلي اوري ۔

ایاد کابل یې کن‌‌‌‌‌‌ډواله کړ، د خلکو په سرو یې میخونه ټکوهل او د رقص مرده وی‌‌‌‌‌‌ډیو ګانې یې ترې ‌‌‌‌‌‌ډکې کړې، افشارو کې قتل عام وکړ او د ژوبڼ حیوانات هم ترې ژوندې پاتې نشول.

همدې جنگ سالارانو يو دوه درې نسلونه بې سواده کړل ، یو یو څو یې طالیبان کړل ، د غریب اولاد هر چیرته د نس د غمه خوار وو مخکې ددې چېجنګسالاران کابل په وینو ککګړ  کړې نو دې وخت دکمونستانو بچو ښه په مزه روسیه کې چکرې وهلې او پاتې کورنیو پسې یې موټرې راغلې چې هلۍکینې چې مجاهد راروان ړې او امنیت خرابیږې.

دا ما د داسې چا د خولې واوریدل چې ‌‌‌‌‌‌ډیر په ویاړ یې وویل مونږ چې اروپا ته مهاجر شو، نو لا پوه هم نه وو چې الوتکې کوم ملک ته راوستلو.

خو اوس دافغانستان په هره سيمه کې ددوى بنگلي اوبلډنگونه چې مليونونه ډالره بيه لري ولاړې دي او د کمونستانو چې غلا یې د ټوپکمارو په پرتله کمه وه اوس هم اروپا کې جلسې روانې دي او بزنسونه یې ښه په کش او پش کې دي.

دا ټوپک ماران اوس ملي قهرمانان بلل کيږي، هر سړک د دوی په نوم دى، څه يو لوې شرم دې زه شرمیږم چې هر څلور لارې ګورم، هر ځاې کې چې په لاره ګرځم د څلورسوه بستر زخمې سرتیرې مې مخ ته دریږې چې هر مازدیګر به یې چورلکه کې په وینو لت پت راوړل او دا داکتران او نرسان به ترې تاو شول، دې سرتیري به یا خپلې ادې ته غږ کوه، یا به یې جېب کلک نیولی و، پرته له دې چې پوه شې د ده خو نورې پښې نشته چې خپل عسکري بوټان پرې په پښو کړي. د غریبې کونډې زوی سره لا هم د مورکۍ غم و.

دا د کابل سړکونه لا تر اوسه هم په وينو ککړ دي . د کابل د سیند نه د فرخندې د سوځیدلې کالبوت او ښایسته زلفو چې په اور کې لمبه شوې بوی راپورته کېده.

دکابل سړکونه لا د بيگناه خلکو په وينو ، د داکتر نجيب الله شهيد او د هغه د ورور په وينو چې په يو ه څلور لارې کې ځوړند شول ککړ دي، د یو مسلمان جسد په ورځو ورځو په همدې څلور لارې کې ځوړند و تر څو چې د کارغانو خوراک شو.

ما خو اوریدلې دي چې مسلمانان مړي ژر خاورو ته سپاري، دا څنګه مسلماني وه؟

دا سړکونه د هغو امېدوارو ميندو په وينو ککړ وو، د هغه نازيږيدلو ماشومانو په وينو چې د مور په نس کې يې ورته ساه واخيسته او د مور نه یې ورته تیونه قيچي کړل، دا د هغه غريب ويني دي چې نه يې د کوم ملت اونه د کوم قوم په لور کې ولاړ ول، خو غوښې يې د کابل د ژوبڼ حيواناتو وخوړ.

هو بالکل ماته ډېره له وحشته ډکه او حيرانوونکې خبره وه چې د همدې ظلمونو او کړاوونو سره بيا هم سړکونه او واټونه د دوی په نومونو يادېږي، دا بشريت ته يوازې نه بلکې تاريخ ته او افغانستان ته نړۍ ته يو ستر شرم دى ۔

زما په ذهن کې ډېر څه شته غوښتل مې چې هر څه شريک کړم، خو اوس به يې له ځانه سره وساتم ، هغه احساس چې زما سترگې له نمه ډکوي کله چې مې د پسونو او غوايانو سرونه او لري په کراچيو کې وليدل چې ماشومانو به پلورل په ديرش درجې تودوخه کې د بيوزلو د کور ډوډى وه چې د يوې کيلو غوښې د اخيستو توان يې نه درلود ، هغه ګرمي ، هغه د موټرو لوګي ، مکروبونه چې په کراچیو کې د لري او پسونو د سرونو راپورته وو ، د ماشومانو سپیرې څیرې، چاودلي لاسونه او ښایسته سترګې دا تصويرونه زما په ذهن کې اوس هم دي، هغه گرمي، هغه د پسونو لړمونونه زما په ذهن کې دي هغه کوچني ماشومان چې بايد ښوونځيو ته تللي واى، خو د لسو افغانیو لپاره کار ته ولاړ و، ټولو زما ذهن ته يو گوزار ورکړ.

Your SEO optimized title page contents