fbpx

افغان معلولینو پاکستانۍ لوبډله په ګونډو کړه

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ – په انګلستان کې د معلولینو د نړیوال سیریز په دوام تېره شپه افغانستان په خپله دویمه لوبه کې پاکستانۍ لوبډلې ته د ۲۶ منډو په توپیر زبردسته ماته ورکړه.

د دې سیالۍ پچه د پاکستان معلولینو ملي لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، افغانستان هم لوبه په ښه انداز پیل کړه او په ټاکل شویو ۱۶ اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پاکستانۍ لوبډلې ته د ۱۴۳ منډو ستر هدف وټاکه.

د افغان معلولینو ملي لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې محمدالله ۶۰، جمیل شاه ۴۶ او محمد اشرف ۲۵ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

پاکستاني توپ اچونکي په دې ونه توانېدل چې د افغان توپ وهونکو د شپږیزو مخه ونیسي، بلکې یوازې یې پنځه لوبغاړي وسوځول.

دا سیالي شل اوریزه وه خو د باران له امله ۱۶ اورونو ته راښکته شوه.

پاکستانۍ لوبډلې په ۱۶ اورونو کې ټاکل شوی د ۱۴۳ منډو هدف په ټول توان سره ترلاسه نکړ ،د دوی ټوله لوبډله په وروستي اور کې په ۱۱۷ منډو باندې وسوځېدله.

د پاکستانۍ لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې یوازې حسنین عالم تر تولو ډیرې منډې وکړې، هغه په ۲۸ توپونو باندې ۳۵ منډې جوړې کړې، خو سیالي یې بایلوده.

د افغان توپ اچوونکو په ډله کې شیرین اغا څلور او زبیر دوه لوبغاړي وسوځول، دغه راز حزب الله او جمیل مندوزي یو – یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

دا سیالي افغانستان د ۲۶ منډو په توپیر سره وګټله د دې لوبې غوره لوبغاړی شیرین اغا ونومول شو نوموړي څلور مهم لوبغاړي سوځولي وو.

د معلولینو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰۱۹ کال نړیوال سیریز د کوربه انګلستان، پاکستان، بنګله دېش هندوستان او افغانستان ترمنځ پرون پیل شوی دی.

په نړیوال سیریز کې د دغې بریا سره افغانستان په جدول کې لومړی مقام خپل کړی. افغانستان تر دې وړاندې بنګله دېش ته هم ماتې ورکړه وه.

ټاکل شوې په نړیوال سیریز کې به افغانستان خپله دریمه لوبه سبا د اګست پر اوومه نېټه د کوربه انګلستان خلاف تر سره کړي.

Your SEO optimized title page contents