fbpx

د کشمیر غچ ولې له کابله اخیستل کېږي؟

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ ـ وړمه ورځ هند له کشمیر څخه نیمه ازادي واخیسته او دا سیمه یې د هند د نورو سیمو په څېر خپله حصه وګرځوله. کشمیر له کلونو راهیسې د هند او پاکستان ترمنځ یوه جنجالي سیمه وه او ده. پاکستان د کشمیر له مسلې تل د خپلې بقا لپاره ګټه پورته کړې ده او په دې بهانه چې هند د کشمیر له مسلمانانو سره بد چلند کوي، د هند په وړاندې یې د کشمیریانو او نور پاکستانیانو په زړونو کې سخته کرکه خپره کړې ده. دې هېواد خپلې ټولې افراطي ډلې دې ته هڅولي دي چې په پاکستان کې د وراني پر ځای باید د کشمیر غمه وخوري او هند ته په غېږ ورشي، ځکه خو وخت ناوخته یادې ډلې په هند کې چاودنې کوي او خلک وژني.
څه وخت مخکې یوه پاکستاني چارواکي ویلي و چې د افغانستان امن د کشمیر په مسلې پورې تړلی، که د کشمیر مسله د دوی په خوښه حل شوه، په افغانستان کې به هم امن راشي او کنه په افغانستان به هم هماغه خرک او هماغه درک وي، خو کشمیر چې له افغانستان سره هېڅ سرحد او راکړه ورکړه هم نه لري، ولې د افغانستان په مسلې پورې تړل کېږي؟
د دې پوښتنې ځواب دا دی چې پاکستان غواړي د امریکا په مرسته هند وننګوي او د کشمیر مسله د هند په تاوان او د ځان په ګټه تمامه کړي. دا چې امریکا په افغانستان کې دېره ده او اوس د افغان جګړې لپاره د سوله ایزې حل لارې په لټه کې ده، له پاکستان څخه یې د همکارۍ غوښتنه کړې. پاکستان له همدې موقع په استفادې امریکا ته دا اشاره رسولې چې که دوی د افغانستان د مسلې حل غواړي، باید د کشمیر مسله هم دوی ته حل کړي، ځکه خو د کشمیر مسله په افغانستان پورې تړل کېږي.
پاکستان ته دا به ګرانه وي چې له هند سره مخامخ جګړه وکړي، ځکه داسې یوه جګړه دوی ته په یوه لوی قیمت تمامېدلای شي، خو دا ورته اسانه ده چې په افغانستان کې د افغان وسله والو په مرسته جګړه جاري وساتي او خپل اهداف په غیر مستقیم ډول ترلاسه کړي.
اوس چې بیا د کشمیر مسله ګرمه شوې ده، پاکستاني سیاستوالو غوغا جوړه کړې ده چې د افغانستان مسله به حل کېږي او په کشمیر کې به لانجې وي، دا دوی هېڅکله هم نه غواړي.
د پخواني صدراعظم نواز شریف ورور او د پاکستاني پارلمان غړي شهباز شریف په پارلمان کې دا خبره کړې ده چې هېڅکله به مې په افغانستان خوشحالي پېرزو نه شي، ځکه د افغانانو خوشحالۍ په کشمیر اور بل کړی دی.
شریف ویلي، دا څنګه معامله ده چې په افغانستان کې سوله کېږي، افغانان خوشحالي کوي، جشنونه نیسي، خو کشمیر کې بیا وینې بهېږي، دا کار مونږ ته د منلو وړ نه دی.
دا یوازې د شهباز شریف خبرې نه دي، بلکې دا د هغه مسلمان (!) پاکستان د زړه اواز دی چې هېڅکله هم د افغانانو وینه ارزښت نه ورته لري او په دوی یې یوه ذره خوشالي هم نه پېرزو کېږي. په افغانستان کې د روانې پاکستانۍ جګړې د نورو هدفونو ترڅنګ دا هر څه اوس په دې خاطر هم روان دي چې پاکستان په کې کشمیر وګټي او په دې خاطر که ټول افغانستان لولپه هم شي، دوی یې په کیسه کې نه دي.
لیکوال: عمران وطندوست

Loading...