fbpx

د سپیو کور په کور بدي ده، خو خوار فقیر ته یې یوه ده

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ ـ په پاکستان کې سیاسي ډلې له پخوا راهیسې په ښکاره او پټو لانجو کې سره ښکېلې دي او د یو بل مخالفت او دښمنۍ ته یې کار ویلی، دغسې په دولت کې دننه هم تل د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ یو کشمکش وي چې هره خوا هڅه کوي، تر خپل سیال مخکې او د ډېر واک څښتن شي. د همدې سیالیو په لړ کې جنرال ضیاالحق د ذوالفقار علي بوټو حکومت ختم کړ، له هغه را وروسته د پاکستاني سیاستوالو ترمنځ لانجو لا نور هم زور واخیست او هر یو چې واک ته ورسېد، خپل مخالف سیاستوال یې یا بندیان کړل او یا یې هم تبعید کړل. اوس چې په پاکستان کې د عمران خان حکومت دی، د دې هېواد پخوانی صدراعظم نواز شریف او پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري په زندان کې پراته دي، سره له دې ټولو مخالفتونو او دښمنیو چې د پاکستان سیاسي ډلې یې له یو بل سره لري، یو شی چې د دوی ترمنځ مشترکه وجه ده، هغه له افغانستان سره دښمني ده. سره له دې چې عمران خان نواز شریف د زندان په پنجرو کې بندي کړی دی، خو د نواز شریف ورور پرون په پارلمان کې وویل چې دوی په افغانستان کې هغه سوله نه غواړي چې په کشمیر کې د جګړې د ګرمېدو باعث کېږي، دا د یوه پاکستاني سیاستوال خبرې نه وې، بلکې د هغه سېسټم خبرې وې چې له کلونو راهیسې په همدې ډول چلېږي او کاروبار یې د افغانستان نړول او بربادول دي.
له هغه وخته چې افغان اخوانیان د ذوالفقار علي بوټو د حکومت پر مهال پاکستان ته وتښتېدل، پاکستان ته ښه موقع په لاس ورغله چې دا اخوانیان وروزي او د افغانستان پر ضد کار ترېنه واخلي، کله چې جنرال ضیاالحق ولسمشر ذوالفقار علي بوټو له واکه وغورځاوه، بیا یې هم د افغانستان خلاف د نوموړي بوټو تګلاره تعقیب کړه او تر بوټو لا ډېره پانګونه یې په افغان اخوانیانو وکړه، دغسې بې نظیر بوټو، نواز شریف، پروېز مشرف او عمران خان هم همدغه تګلاره تعقیبه کړې او تعقیبوي یې چې پایله یې د افغانستان بربادي ده.
پاکستان چې له هند سره د مخامخ جګړې وس نه لري، په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې په پیلولو سره هڅه وکړه چې خپل دا ګاونډی ضعیف کړي او یا یې داسې حالت ته راولي چې د پاکستان مطابعت وکړي او له هند سره هېڅ روابط و نه پالي. په دې برخه کې هغه اسانه وسله چې د پاکستان لاس ته ورغله، هغه افغان مهاجر وو چې د زده کړو، کاروبار او ژوند لپاره پاکستان ته تللي وو، پاکستاني سیاستوالو د خپلو پالیسیو مطابق دا مهاجر داسې وروزل چې په فکر کې یې یوازې جهاد (جګړه) وګرځي او د دې کار لپاره تر ټولو ښه ساحه افغانستان وګڼي. دوی تر ډېره په دې کار کې بریالي هم شول او په دې څه باندې ۴۰ کلونو کې یې ډېر داسې کسان یې وروزل او پیدا کړل چې د پاکستان خوش خدمتي په مفته ورته کوي.
هغه چې وایي، د سپیو کور په کور بدي ده، خو خوار او فقیر ته یې یوه ده، هغه د پاکستان سیاستوال دي چې په خپلو کې که هر څومره مخالفت او دښمني سره ولري، بیا هم افغانستان ته ټول یو لاس دي.
لیکوال: عمران وطندوست

Loading...