fbpx

کابل لوبډلې د ګرېډ ون سیالیو پایلوبې ته لار پیداکړه

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ – نن د ګرېډ ون سیالیو په دوام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې کابل لوبډلې د نجات مسعود په غوره توپ اچونې سره خوست لوبډلې ته په لسو ویکټو ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار پیداکړه.

دا نیمه پایلوبه نن په غازي امان الله خان کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه. د دې لوبې پچه د خوست لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، دوی ټاکل شوي پنځوس اورونو ونه لوبوله او ټوله لوبډله یې په ۸۶ منډو باندې وسوځېده.

د خوست لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې محمد هاشم ۲۱، نعمت خوشحال ۱۷ او شاهين خان ۱۱ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې چې هدف یې لږ تر لږه لوړ کړ.

د کابل لوبډلې لپاره د توپ اچونې په برخه کې تر ټولو بهترینه بالېنګ نجات مسعود ترسره کړ، نوموړي د ګرېډ ون سیالیو په تاریخ کې د خوست خلاف د لومړي ځل لپاره اووه لوبغاړي وسوځول.

په دوهمه پاڼۍ کې د ۸۷ منډو هدف کابل لوبډلې د کوم زیان پرته ډیر په اسانۍ سره په اوولسم اور کې پوره کړ او په دې سره یې خوست لوبډلې ته په نیمه لوبه کې په لسو ویکټو ماته ورکړه.

د کابل لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې بلال خان تر ټولو ډیر ۵۵ ناسوځېدلې منډې او شاکرالله ۱۹ ناسوځېدلې منډې وکړې او یاد هدف یې پوره کړ.

د خوست لوبډلې لپاره هیڅ کوم توپ اچوونکي ویکټ ترلاسه نکړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجات مسعود ته ورکړل شوه، نوموړي په نننۍ لوبه کې ۷ لوبغاړي سوځولي وو.

بلخوا همدا شېبه په خوست کرکټ لوبغالي کې د ننګرهار او کندهار لوبډلو ترمنځ دوهمه نیمه پایلوبه روانه ده کندهار لوبډلې په ټاکلو پنځوسو اورونو کې د ۲۷۸ منډو هدف ننګرهار لوبډلې ته ټاکلی دی چې د دوی ترمنځ ګټونکي لوبډله به د کابل لوبډلې سره پایلوبې ته لار پیداکړي.

د یادولو ده چې د دغو سیالیو پایلوبه به د روانې اګست میاشتې په نهمه نېټه د جمعې په ورځ په کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره شي.

Loading...