fbpx

پاکستان کې د تبليغيانو مشر دروغژن دى

د جناح مخکې مذهب هيڅ ارزښت نه لره، په انګلستان کې د ډېر وخت تېرولو سره هغه په حرام و حلال کې توپير نه شو کولى

تبليغ يا تبليغيان، چې يوې خاص ډلې ته ځانګړى شوى نوم دى او په ناوېشلي هندوستان کې يې پېل شوى و، چې دا مهال يې مرکز د پاکستان په لاهور کې دى او د نړۍ په ګڼ شمېر هېوادونو کې يې څانګې شته او د نړۍ ډېرى مسلمانان د دې ډلې سره يو ځاى دي او هر ځاى ته د تبليغ لپاره ځي، چې يو شمېر پښتانه هم په دې خلکو کې شامل دي، افغانان او پښتانه هم هر کال د رايونډ اجتماع او داسې نورې ګڼ شمېر غونډې راجوړوي.

د تبليغيانو مشر چې مولانا طارق جميل نومېږي، د لاهور يو پنجابى دى، بيانونه يې ډېر مشهور دي او په پښتنو کې هم ډېر مينه وال لري، د جنت او دوزخ، د پېغمبرانو او زياتره وخت د حورو کيسې تبليغيانو ته ډېرې کوي، چې ډېرى پښتانه يې بيانونو اورېدو ته ورځي.

په تېرو ورځو کې د مولانا طارق جميل د خوبونو د ليدو سلسله پېل شوه، چې ډېرى خلکو پرې نيوکې هم وکړې، لومړى خوب يې داسې و چې د همدوى د ډلې يو تبليغي، جنېد جمشېد، چې يو وخت د پاکستان له مشهورو سندرغاړو څخه و، خو وروسته يې سندرې پرېښي او تبليغ ته يې مخه کړې وه، هغه د الوتکې په يوې پېښه کې خپل ژوند له لاسه ورکړى و او مولانا طارق جميل ويلي و، چې يو ملګري يې خوب ليدلى، ويل يې چې جنېد جمشېد جنت ته رسېدلى دى.

له دې وروسته د مولانا طارق جميل يو بل خوب هم ډېر مشهور شو، خوب څه داسې و، د هم ده په خوله:

((ماته يو خوب راياد شو، اسلامو ټانګې والا، ډېر پخوانى ټانګې والا دى، هغه ټانګه چلوي، زه او جناح رحمة الله په ټانګې کې کېناستو، او هغه اسلامو ټانګې والا ټانګه چلوي، او هغه کنځلې کوي، کنځلې کوي، ډېرې ګنده ګنده کنځلې، پاکستان دې جوړ کړو….. پاکستان دې جوړ کړو……… موږ دې لوټ کړو…….. موږ دې پرې ووهلو……. ماشومان مړه شول…… خلک بې کوره شول…….. او د محمد علي جناح رحمة الله په څېره باندې يو غم راخور دى، چې کله د هغه کنځلې خلاصې شوې، نو ورته يې وويل، زما وروره! ما خو د مسلمانانو لپاره جوړ کړى و، د خپل ځان لپاره نه، دې ويلو سره هغه ښکته شو، له ټانګې ښکته شو، زه هم ورپسې ورکوز شوم، ما ورته وويل، ستاسو په قبر کې څه حال دى؟، پوښتنه مې ترې وکړه، چې ستاسو په قبر کې څه حال دى؟، ويل يې، زه خو ډېر په ارام يم، کوم خلک چې راته دعاګانې کوي، ثواب مې کېږي، د هغې له وجې زه ډېر په ارام يم)).

دا هغه خوب دى، کوم چې مولانا طارق جميل ليدلى دى او ما هم ټکي په ټکي دلته وليکلو، چې څه هغه ويلي دي، هم هغه مې ټکي په ټکي دلته درته وليکل.

د جناح نزدې ملګرى اېم اې اېچ اصفهاني په خپل کتاب کې ليکي، چې يو ځل ما د جناح سره د هغه د دين په اړه خبرې وکړې، نو هغه د اسماعيلي فرقې سره اړه لرله، خو کله چې يې په انګلستان کې زدکړې وکړې او واپس راغلو، نو بيا يې په دې فکر کولو چې د شيعه ګانو فرقې ته واوړي. (قائد اعظم کے خانداني تنازعے، خالد احمد، ٢٤ مخ).

د جناح مخکې مذهب هيڅ ارزښت نه لره، په انګلستان کې د ډېر وخت تېرولو سره هغه په حرام و حلال کې توپير نه شو کولى، د جناح مرستيال وکيل او د مسلم ليګ د لومړي وخت سيکرتر اېم سي چاګله وايي، چې کله موږ په بمبيي کې د ټاکنو کمپاين کولو، نو مېرمن رتي، يعنې د جناح مېرمن په خپل موټر کې راغله او جناح ته يې وويل، چې فکر وکړه نن به ما ستا لپاره څه راوړي و، نو جناح ورته وويل چې زه څه پوهېږم، نو مېرمن رتي وويل چې تاله مې نن ستا د خوښې، د خنزير د غوښې  سينډويچ راوړي، نو جناح ورته وويل، چې اوه خدايه، زه د مسلمانانو په سيټ دلته ولاړ يم، که دا مسلمانانو ته مالومه شوه، چې زه د خنزير غوښه خورم، نو بيا خو زما ټاکنې ګټل ګران دي، بيا به نو دا خلک ما له څنګه رايې راکړي. (Roses in December by M.C Chhagla, P118-119).

دا د ١٩٢٣م کال ټاکنې دي، چې جناح پکې د مسلمانانو له خوا د بمبيي سيټ لپاره ولاړ و.

پاکستان د جناح د اتوبيوګرافي د ليکلو لپاره يو انګرېز ليکوال سټينلى والپرټ نيولى و، چې هغه د ((جناح آف پاکستان)) په نوم کتاب وليکلو، چې پکې د دغه خبرو ذکر هم و، نو د اسلام پاکستاني ټېکېدارانو بيا وروسته په هغه کتاب هم بندېز ولګولو.

هغه ليکوال، چې د پاکستان دولت د جناح د اتوبيوګرافي د ليکلو لپاره راغوښتى و، هغه په دغه اتوبيوګرافي کې په يو ځاى کې ليکي، چې کله جناح او د هغه مېرمن رتي له هني مون نه واپس راغله، نو د بمبيي  ادارې يو ماښامي ته وبللى شول، د جناح مېرمن رتي د پېرس په څېر کالي اغوستي و، چې ټوله غاړه او بدن يې پکې ښکارېده، ليډي ولنګډن خپل نوکر ته وويل چې د جناح د مېرمن لپاره يو څادر راوړه، چې خپل بدن پرې پټ کړي، هسې نه چې يخ يې وشي، خو جناح په دې خبره بد وګڼل او له ډوډۍ همداسې لاړو. (جناح آف پاکستان، مخ ٥٦)

دغسې نورې هم ډېرې خبرې دي، چې ياد ليکوال په دغه کتاب کې ليکلي، خو د رښتيا ليکلو له وجې په دغه کتاب بندېز لګېدلى دى. د جناح خور فاطمه جناح هم په خپل کتاب کې د جناح د جنازې په اړه ويلي، چې يو جنازه يې بهر د مسلمانانو لپاره وکړه او دوېمه جنازه يې د خاصو خلکو ترمينځ د خپلې فرقې سره سمه وکړه.

نو کله چې د پاکستان يو پنجابى ملا راپاڅېږي او هغه جناح ته رحمة الله وايي او خلکو ته زېرى ورکوي چې هغه جنت ته تلى دى، نو دا دروغ نه دي نو نور څه دي؟

هغه سړى چې ښځه يې دومره بې حيا وه، چې د انګرېزانو ښځو هم ترې حيا غوښته، هغه سړى نو څنګه مسلمان کېداى شي؟

هغه سړى چې چې کله په لومړي ځل بې اوداسه په لمانځه ودرېږي، نو وروسته خلکو ته وايي، چې دا خو ډېر ښه ورزش دى، نو داسې سړى به څنګه مسلمان وي؟

نو د پاکستاني ملايانو او پاکستاني تبليغيانو د منافقت او دروغژنۍ نور لوى ثبوت څه پکار دى، دوى ټول عمر ولس دوکه کړى دى، ټول عمر يې د اسلام په نوم د خپلو بادارانو لپاره کار کړى دى او ټول عمر يې پښتانه د تبليغيانو او د اسلام په نوم دوکه کړي دي.

طارق جميل چې پښتانه يې د حورو په کيسو اموخته کړي دي او هر بيان کې ورته د حورو کيسې کوي، له دنيا يې ورله زړه تور کړى او خلک يې په دوکه کې ساتلي او د پښتنو د پاتې والي يوه وجه دا هم ده، چې دوى په دغسې ملايانو او تبليغيانو پسې روان دي.

نو اې پښتنو! نور خداى ته وګورئ، د داسې منافقو ملايانو او تبليغيانو نه ځانونه راخلاص کړئ، زدکړې وکړئ، د خپل ولس د ښې راتلونکې لپاره کار وکړئ او د اسلام د نوم د بدنامولو هڅې کوونکو له مخ تور کړئ.

نور د خپل هېواد او خپل ولس او د خپل راتونکي غم وخورئ، که په داسې خلکو پسې روان وئ، نو لېرې نه ده، چې ټول به هلاک شئ.

ليکوال : ولي خان