fbpx

د ګرېډ ون سیالیو پایلوبې ته د ننګرهار لوبډله هم ووتله

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ – نن د ګرېډ ون سیالیو په دوام په دوهمه نیمه پایلوبه کې ننکرهار لوبډلې په خوست کرکټ لوبغالي کې کندهار لوبډلې ته د وحید الله شفق د سلیزي پر مټ په شپږو ویکټو ماته ورکړه.

په دې سیالۍ کې پچه د ننګرهار لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د کندهار لوبډلې هم په لومړۍ توپ وهنه کې ښه پیل واخیست او په ټاکلو ۵۰ اورونو کې ننګرهار لوبډلې ته د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.

د کندهار لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې لوبډلمشر منیر احمد کاکړ په ۹۸ منډو رن اوټ شو، ورسره نصیب الله شیردلي ۶۹ او نظیف الله ۲۳ منډې جوړې کړې چې په هدف کې ښه رول ولوبوه.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې ولي اغا سیدي څلور لوبغاړي وسوځول، ورسره فرهاد مومند دوه،یوسف خان او زوبید اکبري یو-یو لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ننګرهار لوبډلې ټاکل شوی د ۲۷۲ منډو هدف د څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۴ م اور کې ډیر په اسانۍ سره پوره کړ او د ګرېډ ون سیالیو پایلوبې ته یې لار پیداکړه.

د ننګرهار لوبډلې لپاره په توپ وهنه کې وحید الله شفق ۱۰۰ ، نسیم سرخرودي ۵۱ ، عابد محمدي ۲۹ او لوبډلمشر نجیب ترکي ۳۲ منډې تر نورو ډیرې جوړې کړې.

د کندهار لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې بقیب الله درې مهم لوبغاړي وسوځول او عبدالباقي هم یو لوبغاړی له مخې يورته کړ، خو سیاله لوبډله یې ماته نکړه.

د لوبې غوره لوبغاړی وحید الله شفق ونومول شو نوموړي په نن سیالۍ کې سلیزه ووهله.

دا سیالي ننګرهار لوبډلې په شپږو ویکټو وګټله او د ګرېډ ون سیالیو پایلوبې ته یې د کابل لوبډلې سره لار پیداکړه.

د یادولو ده چې د دغو سیالیو پایلوبه به د کابل او ننګرهار لوبډلو ترمنځ د روانې اګست میاشتې په نهمه نېټه د جمعې په ورځ په کابل نړیوال لوبغالي کې ترسره شي

Loading...