fbpx

د پاکستان په زړه اسلام اباد کې هندوستانيانو خپل شعارونه راځړولي

خبريال وېبپاڼه: ۷ اګست ۲۰۱۹: پاکستان کې نامعلومه کسانو د اسلام اباد په بېلابېلو ځايونو کې د هند د يوه ګوند (شيو سېنا) د مشر انځورونه او پيغامونه لګولي دي.

دا انځورونه هغه مهال ولګول شول، کله چې د هندوستان حکومت له جمو او کشمير څخه د ځانګړو اختياراتو اخيستلو قانون د بدلولو حکم پارلمان ته وړاندې کړ.

په دې پوسترونو د (شېو سېنا) مشر (سنجی راوت) وينا ليکل شوې چې: ((نن مو درڅخه کشمير واخيست، سبا درڅخه بلوچستان اخلو او زما باور دی چې وزير اعظم به د هندوستان خوب رښتيا کوي.))

د پاکستان پوليسو یو مشر (اسجد محمد) وايي چې دا بينرونه نه يوازې د دوی د شاوخوا بلکې د پوليسو دوه نورو حوزو تر څنګ هم لګول شوي دي.

نوموړی زياتوي چې کله پوليسو ته خبر راورسېد، نو د بينرونو پر راټولو يې لاس پورې کړ.

ځايي خبريالانو چې کله د بينرو راټولو پر مهال د پاکساني پوليسو انځورونه اخيستل، نو د پوليسو له لوري يې مخنيوی وشو.

د يادونې وړ ده په کوم ځای کې چې دا پوسترونه لګېدلي دي، له هغه ځايه د پاکستان استخباراتي او امنيتي ادارې لرې نه دي، همدا شان د فوج استخباراتي اداره (ای ايس ای) هم له دغه ځايه لرې نه ده.

د پاکستان پوليسو يو پخوانی افسر اکبر حيات وايي چې د اسلام اباد په داسې مهمو ځايونو کې دغه ډول بينرونه لګول د پاکستاني پوليسو لپاره د شرم خبره ده.

هندوستان حکومت چې د هند جنتا ګوند  یې اوس مهال پرمخ بیایي نریندرا مودي د قانون ۳۷۰ مه ماده او ۳۵ مه ماده د يو فرمان په تصويب سره ختمه کړه او وزیر داخله امت شا دا اعلان د هند په پارلمان کې وکړ.

ددې فیصلې وروسته به جمو کشمیر په دوه ایالاتو تقسیمیږي.

جموکشمیر او لداخ به د مرکزی حکومت دهلي سره وصلیږي. جمو کشمیر به ځانته ایالاتي پارلمان ولري مګر په لداخ کې ایالاتي پارلمان شتون نه لري.

ټول هغه قوانین چې د هند په نورو ایالاتونو باندې پلي کېږي په کشمیر باندې به هم پلي کیږي د هند بیرغ رسما کشمیر کې پورته کیږي.

لنډه دا چې کشمیر کې خاص اختیارات ختم او د دهلي د حکومت لاندې به کار مخته وړي.

امت شا د هند وزیر داخله وایي چې د امنيتي مشکلاتو او د سرحد بلې خوا ته د تروریزم د کنترول پر بنیاد یې دا ګام پورته کړی دی.