fbpx

ارګ: طالبان د امتیاز اخیستلو په موخه پر ملکي وګړو بریدونه کوي

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ – ولسمشر غني د کابل ننی برید په کلکو ټکو غندلی او ویلي دي، چې وسله وال طالبان د سولې مذاکراتو کې د امتیاز اخیستلو په موخه پر ملکي وګړو، عامه تاسیساتو او جوماتونو ترهګریز بریدونه کوي.

له ارګ په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي ترهګر باید په دې پوه شي چې د دغه ډول ترهګریزو بریدونو او بشري جنایتونو په ترسره کولو سره نه شي کولی د سولې په مذاکراتو کې امتیاز واخلي، بلکې د امنیتي ځواکونو له لوري به د هېواد په هره څنډه کې وځپل شي.

نن سهار د کابل شپږمې امنیتي حوزې ته څېرمه یو موټر بم برید وشو چې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ تنه شهیدان شول او تر ۱۴۵ پورې نور په کې ټپیان شو.

د دغې برید پړه طالبانو منلې او ګڼو امنیتي سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده.

بلخوا د سولې خبرې هم وروستي پړاو ته رسېدونکې دي، خو د هېواد په ځينو ولايتونو او مرکز کابل کې چاودنو او بريدونو زور اخيستی دی د وسله والو طالبانو دغې عمل ویرې هم خپره کړې ده.

د یادولو وړده چې پرون طالبانو د ټاکنو ګډوډولو ګواښ هم کړی وو دوی ویلي وو، د ټاکنو پروسه یوازې د خلکو سترګو ته خاورې شیندل او د عامه ذهنیت تیرایستل دي، دوی ټاکنې نمایشي او د بهرنیانو لوبه بللې ده او خلکو ته یې د نه ګډون سپارښتنه کړې وه.