fbpx

بريدګر افغان توپوهونکی شفيق الله شفق (۳۰) کلن شو

خبریال وېبپاڼه / ۷ اګست ۲۰۱۹ – نن د اګست پر اوومه نېټه د افغانستان ملي لوبډلې ویکټ ساتونکی او بریدګر توپ وهونکی شفیق الله شفق (۳۰) کلن شو.

شفیق الله شفق په ۱۹۸۹ میلادي کال د اګست پر اوومه نېټه د ننګرهار ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې زېږېدلی دی شفق په ښي لاس چټکه توپ وهنه او ویکټ ساتنه کوي، نوموړی د افغانستان ملي لوبډلې ترڅنګ په یو شمېر تجارتي لیګونو کې هم لوبېدلی دی چې له ډلې یې په افغان غوره لیګ، شپږیزه لیګ او ټي ټین هر پړاو کې لوبېږي.

شفیق الله شفق په شپږیزه لیګ کې د سپین غر لوبډلې لوبډلمشري هم په غاړه لري او یو ځلي یې خپلې لوبډلې ته د شپږیزې اتلولي هم ګټلې ده، ورسره په تېر ۲۰۱۸ کال ټي ټين لیګ کې هم د پښتون لوبډلې په ګټه ښه وځلېد شفق په افغان لوبډله کې د یو هېټر په توګه پېژندل کېږي هغه تر ډیره په شل اوریزو سیالیو کې لوبېږي.

د شفیق الله شفق نړیوالې یو ورځنۍ سیالۍ:

شفیق الله شفق د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ټوټل ۲۴ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړي دي چې په دې کې ټولې ۲۱ پاڼۍ لوبولي دي او دوه ځلي ناسوځېدلی پاتې شوی دی، دغه راز یې په ۴۰۸ توپونو باندې ټوټل ۴۳۰ منډې جوړې کړي دي چې په یوې لوبه کې یې ډېرې منډې ۵۶ دي.

شفق په یو ورځنیو سیالیو کې دوه پنځوسیزې لري خو کومه سلیزه نه لري په توپ وهنه کې ۲۷ څلوریزې او ۲۳ شپږیزې هم وهلي دي، دغه راز یې ۹ کیچونه ترلاسه کړي دي او درې سټمپونه یې هم ترسره کړي دي.

د شفیق الله شفق نړیوالې شل اوریزې سیالۍ :

شفیق الله شفق د افغانستان ملي لوبډلې لپاره ټوټل ۴۴ نړیوالې شل اوریزې سیالۍ ترسره کړي دي چې په دې کې ۴۰ ځلي میدان ته ښکته شوی دی، ۱۱ یوولس ځلي ناسوځېدلی پاتې شوی دی نوموړی ټوټل ۴۵۵ منډې لري ۳۱۰ توپونه یې وهلي او په یوې سیالۍ کې ۵۱ منډې ناسوځېدلې منډې تر ټولو ښه توپ وهنه ده.

شفق په یو ورځنیو سیالیو کې یوه نیمه سلیزه لري، خو کومه سلیزه نلري همدا رنګه ۳۱ یې څلوریزې وهلي، ۲۷ یې شپږیزې ترلاسه کړي او هم یې ۹ کیچونه نیولي دي.

د شفیق الله شفق فرسټ کلاس سیالۍ:

شفیق الله شفق په خپل لوبیز ژوند کې ټوټل اته فرسټ کلاس سیالۍ ترسره کړي دي، چې په دې کې ټول ۱۴ اننګزه لوبولي دي ۲ دوه ځلي ناسوځېدلی پاتې شوی دی او ټوټل ۵۹۵ منډې لري، دغه راز یې ۴۵۰ توپونه لوبولي په یوې سیالۍ کې تر ټولو ډیرې منډې ۲۰۰ ناسوځېدلې دي.

په دې سیالیو کې درې پنځوسیزي لري، دغه راز یوه سلیزه هم لري او ټولې۵۳ څلوریزې وهلي همدارنګه یې ۳۸ شپږیزې ترلاسه کړي او ۸ یې کیچونه اخیستي دي.

د شفیق الله شفق لېسټ ( ای) سیالۍ:

شفیق الله شفق ۵۵ لېسټ ( ای) سیالۍ ترسره کړي دي چې په دې کې ټوټل ۵۱ اننګزه لوبولي دي ۶ ځلي په کې ناسوځېدلی پاتې شوی دی، ټوټل ۱۰۷۱ منډې لري ۹۹۳ توپونه یې لوبولي تر تولو ډېرې منډې یې په یوې سیالۍ کې ۷۷ دي.

شفق په دې سیالیو کې اووه پنځوسیزې وهلي بلکې کومه سلیزه یې نه ده وهلې. ۶۸ یې څلوریزې وهلي، ۶۳ شپږیزې یې ترلاسه کړي دي ۲۷ یې کیچونه نیولي او ۴ سټمپونه یې هم کړي.

د یادولو ده چې شفیق الله شفق د افغانستان په چټک توپ وهونکي مشهوره دی، نوموړي په دې یوه کال کې د ملي لوبډلې لپاره یوازې د ګوتو په شمار لوبې ترسره کړي دي، خو په تجارتي لیګونو کې تر ټولو ښه ځلېدلی دی.

Your SEO optimized title page contents